واټساپ غواړي خپل اپلیکیشن بند کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): که تاسې د واټساپ استعمالوونکې یاست نو باید پوه شۍ چې د واټساپ کمپنۍ پریکړه کړې چې د واټساپ ځینې مبایل استعمالونکې نشي کولای دغه اپلیکیشن استعمال کړي.

واټساپ ددې په اړه تیر کال خبر ورکړی و خو د څه وجوهاتو له کبله یې پریکړه ځنډولې وه، او اوس وایي چې د ۳۱ دیسمبر ۲۰۱۷ څخه اخوا یعنې د ۲۰۱۸ کال له پیل څخه به ځینو ځیرک مبایلونو کې واټساپ کار پریږدي.

هغه ځیرک مبایلونه چې واټساپ یاد کړي، بلیک بیري OS، بلیک بیري 10، چې د بلیک بیري OS دوهمه لړۍ مبایل دی، ونډوز 8.0، نوکیا S40 دي، د ورکړل شوي نیټې وروسته به واټساپ کار ودروي، او هغه مبایلونه چې انډرایډ 2.3.7 ورژن ولري د ۱ فرورۍ ۲۰۲۰ کال څخه وروسته بند شي.

واټساپ غوښتل چې دغه اپلیکیشن په یادو مبایلونو کې له ډیره مخکې ختم کړي، خو له لومړۍ پریکړې وروسته یو وار د جون میاشت ۲۰۱۷ ته ځنډ شو او اوس یې وروستۍ پریکړه د روانې میاشتې ۳۱ نیټه ټاکلې ده.

د فیسبوک کمپنۍ د خپل اپلیکیشن واټساپ په اړه په دې پریکړه داسې وایي: مونږ نشو کولای ددغه ډول پلیټونو لپاره پرمختګ وکړو، او نه هم دغه مبایلونه ددې وړتیا لري چې په راتلونکې کې زمونږ نوې ځانګړتیاوې فعالیت وکړي.

واټساپ وخت تر وخته خپل پلیټونو د پراختیا لپاره کار کوي، او د پورته یادو شو مبایلونو استعمالونکو ته په خطاب وایي چې نور دې د واټساپ له نویو ځانګړنو څخه تمه نه لري.

ددوی په وینا دغه پریکړه ستونزمنه وه خو دوی غواړي خپلې ځانګړنې د واټساپ لپاره پراخه کړي، او د واټساپ امنیت به په دې سره نور هم تامین شي.

واټساپ اپلیکیشن په ۲۰۰۹ کال کې خپل فعالیت شروع کړ چې په ۲۰۱۴ کالې کې د فیسبوک کمپنۍ مالک مارک زوکربرګ په ۱۹ بلیونه ډالر واخیست، چې اوسمهال د پیغام اسناد… ، غږیز او ویډیويي تلیفونو لپاره تر ټولو غوره اپلیکیشن بلل کیږي چې تر دې دمه په لکونو استعمالونکي لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د