د شیعه ګانو مذهبونه (دریمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د صحابه کرامو رضی الله عنهم د اجتهاد په اړه او خوارجو او شیعه ګانو په پیدا کېدو باندې خبرې کړې وې او ى شيعه ګانو څو ډلې مو یادې کړې وې د هغې برخې په تعقیب …

اسماعلیه

په شیعه ګانو کې بله مشهوره ډله اسماعیلیه دي دا هم په اصل کې له امامیة وو څخه دي دوی هم په ۱۲ امامانو قائل دي او هماغه مرتبې ورته مني دا ډول شیعه ګان هم په مختلفو اسلامي ملکونو کې خپاره دي ، په افریقا، هندوستان ، پاکستان او شام کې نفوس لري یو وخت یې ښه دبدبه درلوده په مصر او شام کې د فاطمیانو په نوم ډله هم له دوی څخه وو .

ددې مذهب نسبت اسماعیل بن جعفر الصادق ته کوي دوی د اثنا عشریه ډلې سره په امامانو کې هم اختلاف لري د هغوی په مذهب د جعفر الصادق نه وروسته امام موسی الکاظم دی .. او اسماعیلیه هغه ډله ده چې کله امام جعفر الصادق وفات شو نو دوی وویل چې اوس د امامت لائق د هغه زوی اسماعیل دی خو عجیبه دا وه چې پدې وخت کې اسمعیل موجود نه وو اسمایل د خپل پلار له وفات نه مخکې وفات شوی وو خو بیا هم دوی امامت حق د هغه و ګڼلو نو څرنګه چې هغه پدې وخت کې وفات وو نو د هغه نه یې امامت د هغه اولاد ته نقل کړو او پدې ځای کې د اثنا عشریه څخه را بېل شول .

دوی د خپل امام په اړه یو څو عجیبې عقیدې لري د مثال په ډول :

لمړۍ عقیده :

دوی وایي الله له خپل فیض نه په امام باندې فیض تویوي او هغه ته هغه علم ورکوي چې له بل چا سره بالکل نه وي نو امام د دوی په مذهب د خلکو نه یو بېل کس وي بېل ډول علم ورسره وي او الله تعالی ورته بېل قدر ورکړی وی او د هغه علم د دې نه ډېر لري وي چې د خلکو ذهنونه یې درک کړي .

دوهمه عقیده :

دوی وایي ضروري نه ده چې امام د ښکاره وي او خلک یې د ویني کله کله داسې هم کېدای شي چې یو امام وي پټ به وي څوک به یې لیدلی نشي خو بیا یې هم په خلکو باندې تابعداري واجبه وي ، هغه د خلکو هدایت کوونکی وي ، خلک چې د هغه متابعت کوي حق ته رسیږي ، دوی وایي کله به داسې هم کېدای شي چې یو امام به وي الله تعالی به پیدا کړی وي او هغه به د خلکو څخه پټ وي خامخا به یې الله تعالی یوه ورځ تر قیامت وړاندې را ښکاره کوي او زمکه به د عدل نه ډکوي .

دریمه عقیده :

دوی وایي د خلکو امام داسې کس وي چې خلک حق نه لري له هغه نه پوښتنه وکوي چې ولې؟ بلکه چې هغه کوم کار کوي خلک یې باید متابعت وکوي او ورسره ویې مني که هغه هرڅه امر دوی ته کوي هغه به صحیح وي د هغه په امرونو او کارونو کې به شر نه وي ، ځکه له هغه سره داسې علم وي چې له بل چا سره نه وي چې په هغه علم سره ده ته ښکاره کیږي چې باید څه وکوي نو ځکه دوی او اثنا عشریه وایی چې امامان ټول معصومین دي له هغه نه ګناه او خطاء نه کیږي ځکه که د هغوی کوم کار مونږ ته ګناه ښکاره کیږي هغه زمونږ په ذهن کې وي او کېدای شي ده ته به یې وجه معلومه وي چې دا به صحیح کار وي .

کیسانیة

دا د مختار بن عبید الثقفی تابعداران دي دا په اصل کې له خوارجو څخه وو بیا وروسته شیعه شو او دوی ته کیسانیة ویل کیږی نسبت یې کیسان ته دی د یوه قول له مخې دا هم د مختار نوم وو او د ځینې قولونو له مخې دا د علی (رضی الله عنه) غلام وو . ددې ډلې مشر مختار کوفی ته هغه وخت لاړو کله چې حضرت مسلم بن عقیل د حضرت حسین (رضی الله عنه) له لوري کوفې ته ولېږل شو ترڅو هلته احوال معلوم کړي چې آیا د کوفې حالات دېته تیار دی چې حضرت حسین (رضی الله عنه) هلته ورشی او کنه نو پدې وخت کې مختار هم غوښتل چې د موقع نه په استفادې سره د ځان لپاره په خلکو کې څه رسوخ پیدا کړي او پدې وخت کې د حضرت حسین (رضی الله عنه) د نوم نه په استفاده سره خپل ځان مشهور کړي لکن کله چې د کوفي امیر عبید الله بن زیاد دده له وجود او هڅو نه خبر شو بندی یې کړو کله چې حضرت حسین (رضی الله عنه) په شهادت ورسېدو هغه وخت هم دی په بندي خانه کې وو بیا وروسته یې څه کسان واسطه شول او را خلاص یې کړو او له کوفې نه یې وشړلو کله چې د کوفي امیر عبید الله بن زیاد مړ شو دی بېرته کوفي ته لاړو هلته یې بیا خپل بکواسونه شروع کړل او د حضرت حسین (رضی الله عنه) نوم به یې اخیستو د هغه د حق خبره به یې کوله پدې ډول به یې خلک په ځان را ټولول او خپل نوم به یې مخکې بېولو او پدې ډول یې د څه کسانو سره پدې نوم جنګونه وکول چې هغوی د حسین په شهادت کې برخه اخیستې وه لدې سره په ده باندې شیعه ګان را ټول شول او دده یې ډېر قدر وکولو او دی یې د خپل مشر او امام په نوم سره ونازولو تردې چې د مصعب بن زبیر رحمه الله له خوا قتل کړل شو او خلک یې له فتنې خلاص شول .

الزیدیة

د شیعه ګانو په ډله کې ښه ډله نشته لکن بیا هم په نسبت نورو ته دا ډله یې یو څه ښه ده دوی هغه ډول د کفر او ګمراهي خبرې نه کوي لکه هغه پورته دوه یادې شوې ډلې یې چې کوي دوی اهل بیت او حضرت علی (رضی الله عنه) ته نه د خدایي او نه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مرتبه ورکوي بلکه عام انسانان یې ګڼي لکن بیا هم تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې وروسته په ټولو خلکو کې غوره ګڼي .

ددې ډلې امام زید بن علی زین العابدین وو په کوفه کې یې د هشام بن عبد الملک سره تعلقات خراب شول د تعلقاتو دخرابوالي په اړه یې روایات متعدد دي تردې چې د څه کسانو سره په هغه پسې را ووتلو ډېر نېکان کسان او محترم کسان یې ملګري وو تردې چې دا راوتل د جنګ سبب شو کله چې له جنګ سره مخ شول دده زیات ملګري له ده څخه و تښتېدل او دی یې د یو څه کسانو له ډلې سره جنګ ته یوازې ور پرېېښود هغه ملګرو یې سخت جنګ وکولو ، ښه قرباني یې ورکړه ، ښه مقاومت یې وکولو بالآخره مغلوب شول او جنګ دده به وژل کېدو سره پای ته ورسېدو .

د شیعه ګانو ددې ډلې عقیده ده چې هغه کس چې لویه ګناه وکوي او توبه ونه کوي هغه به ټول عمر په دوزخ کې وي دا رایه یې لکه د معتزله وو داسې ده علماوو یې وجه ویلې ده چې دا رایه یې له هغوی څخه ځکه را اخیستې ده چې ددې ډلې د مشر او د واطل بن عطاء (د معتزله وو مشر) تر مینځ ښه تعلقات وو ددې امله څه مسائل ددوی په عقیده کې د معتزله وو شته دي .

دا چې ما یادې کړې دا د شیعه ګانو ټولې ډلې نه دي بلکه لدې نه زیاتې نورې هم شته .

نور بیا انشاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د