افغانستان

لوګر: پخوانی جهادي قومندان او مخور قومي مشر معلم تور و وژل شو

 

نن ټکی اسيا: لوګر ولايت څخه مو خبر تر لاسه کړ، چې مشهور جهادي شخصيت او مخور قومي مشر حاجي معلم تور د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
د لوګر ولايت چارواکو هم د پيښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې نوموړی نن له غرمې مخکې د لوګر محمد اغه ولسوالۍ اړوند سيمه کې وژل شوی دی.
بريدګر له پيښې وروسته په تيښته بريالي شوي دي.

نوموړی په سيمه کې د يو ښه شهرت لرونکی قومي مشر وه، چې تل د ولسي خلکو په خدمت کې وه.
ارواښاد معلم تور د نجيب د حکومت له نسکوريدو وروسته په کور ناست وه او په هيڅ کورنۍ جګړه کې ښکيل ندی پاتې شوی.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x