نظــر

‎ګلبدین په بېدینه بانډ کې

محمود باور

د حکمتیار د نیوکي ځواب

امریکایي پوځیانو ته تر شرمساره تسلیمي وروسته انجینرګلبدین دټاکنو لپاره کمپاین پیل کړی او د بې مودې ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې تر خوست ورسېد
دخوست په غونډه کې انجینرګلبدین دځدراڼو قوم د رایې ترلاسه کولو لپاره وویل:
دځدراڼو قوم دحقاني دبېرحمه شبکې! دوحشتونو پور پرې کوي

که چېرې غربي اشغالګرو افغان تورو او اصطلاحاتو ته تغیر ورکړی وي انجینر ملامت ندی او که پر خپل حال پاته وي ، لومړی باید انجینرګلبدین وحشت وپېژني او بیا د یو چا شخصیت په وحشت او بېرحمي تورن کړي

د افغانانو دڅلورو لسیزو تاریخ که دقیق وپلټل سي ، جهاني احمق هم پوهېږي چې وحشت چا کړی او کوم ګوند وحشي او بېرحمه دی

دمشرانو سپین سترګي تاریخي عار ګرځي او انجینر ګلبدین تاریخي عار ته ځان عیاروي

ګلبدین دخوست په نمایشي ، فرمایشي او تمثیلي غونډه کې هغه چاته د وحشت ګوته ونیوه چا چې دروسانو له ماتې وروسته د واک پر سر دخپلمنځي ، غیر انساني او وحشي شخړو په مهال په کراتو ده ته لمن وېړه کړې ده او دټوک ټوک افغانانو پر حال یې درحم تقاضا ترې کړې ده

د اشغال چوپړ که دښاغلي حافظه نه وي ضعیفه کړي باید وپوهیږي چې هغه څوک هیڅکله وحشي کیدلی نسي چا چې دی له وحشت منع کاوه او انساني او اسلامي پولې یې ورته ښودلې

که له غرب دراغلیو بې مهاره او څلور یاره ښځو سره مباشر او ون ټو ون مجالسو دښاغلي په حافظه ناوړه اغېز نه وي ښېندلي ، ښاغلي انجینر ته به په یاد وي چې چاته یې چې نن دوحشي خطاب کړی یو وخت یې دهغه دځوان ځوی په شهادت تر هر چا لومړی دمکر اوښکې توی کړې او په خپل ځانګړي ماکرانه انداز یې ورته یاده کړې هم وه چې هغه وخت مو یاد دی چې ما او تا د یرغلګرو پر خلاف دیرغل تر پایه دجهاد عزم کاوه او……..

تاریخي عار دی چې یو مشر په خپلو خبرو کې خېږي او تر داسې حده تغیر خوري چې له خپلې ماضي دهیڅ عار او خجالت احساس نکوي

انجینرګلبدین ته دهمغه پیغام څو کرښې ور په زړه کوم

《الحمد لله چي تاسو له خپل رب سره په كړې ژمني ټينگ او ثابت پاته شوئ، نه روسانو ته تسليم شوئ او نه امريكايانو ته، د امريكايانو په ضد جهاد كي ستا څلور زامن په شهادت ورسېدل، وحشي امريكايانو ستا پر كور راكټي وورولې، ستا د ترور ډېري هڅي ئې وكړې، خو الله تعالى تاسو ته داسي صبر او لوړ همت درپه برخه كړ چي دا ټولي قربانۍ په ورين تندي وزغمئ، تاسو بايد د سرلوړۍ او عزت احساس وكړئ او د الله تعالى شكر په ځاى كړئ چي هم مو د روسانو په ضد د جهاد سعادت په برخه شو او هم د امريكايانو په ضد. هغه مجاهدين بايد د خپل رب د رعايت او عنايت مننه وكړي چي ښي او كيڼ لوري ته منحرف نشول او د اسلام د خطرناكو او زړو دښمنانو په وړاندي ئې سر ټيټ نه كړ، تسليم نشول، او د سكوت لار ئې غوره نكړه، او د هغو په څېر نه شول چي خپل دين، ايمان او وطن ئې وپلورو او د مجاهدينو په ضد ئې د اشغالگرانو ملگرتيا وكړه.》

ژبه پسته ده او له پستې غوښې جوړه توکړه ده خو چارچاپېره ترې غاښونه ددې لپاره دي که کله هم بېخونده تاوېده په غاښونو باید وچیچل شي
انجینرصیب ته په کار ده خپله ژبه وچیچي نور خلک دې نه چیچي او که دبېدینه بانډ تازه انډیوالان یې قصدا په خپلو خبرو او ماضي کې خېږوي ، باید وپوهېږي چې دماضي دښمنان یې دنن مطلبي انډیوالان دي او تاریخي عار ته یې تړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

اذافاتك الحياء ففعل ماشئت- چی کفاروتہ تسلیم سو اوس چی کوی ھغہ دی وکړ‎ی

غ.حضرت

وروره زه به یوه خبره درته وکړم شاید تر اوسه مو کوم ځای نه وی اورېدلې، البته یوه مطبوعاتی خبره نه بلکه یوه ډېره عامیانه خو د زمانې په درب او ډز کی ورکه خبره ده: مشر= د خلګو له خوا ټاکل شوی یا غوره شوی یا خوښ شوی. نتیجه: که یو مشر خائن او مزدور او ظالم او بېرحمه وی او بیا هم د خلګو لخوا مشر وبلل شی دا یعنی: خپله خلګ هم ددې ډول مشر په هر معصیت او خباثت کی شریک دی. همدا علت دی چه زه ځینی وخت پر خپل پخوانی احساساتی دریځ باندی د… نور لوستل »

افغان

غلام حضرت صاحب ! تاسی لیکلی چه ستاسی تبصره یوه عامیانه خلکو په کچه تبصره ده ، خو که یو ځل یی بیا وګوری تر عامیانه وو هم ښکته ده کشکی یو ځل دی خبله تبصره یو ځل بیا لوستلی وی . لمړی : دی لیکلی چه مشر د خلکو له خوا تاکل شوی یا خوښ شوی ، مګر نوم دی نه دی لیکلی کوم مشر لیکنه د ګلبدین په اړه ده او که تاسی هدف غنی وی نه مو ده واضح کړی خو هر یو چه وی ګلیدین هم په خپله مشر دی چا مشر کړی نه دی هر… نور لوستل »

غ.حضرت

افغان وروره داسی ښکاری چه تر ما هم بیسواده ئې.

احمل

افغان ورور د کلیمی طیبی په لارښودنه د دجالی خدایانو بندګی نه کوی او د یوه الله ج بندګی کوی همدا پوهه او بریالیتوب ورته بسنه کوی ، تاسی ته د انسانی خواخوږی په اساسی بلنه درکوی چه د دجال له جنتو د الله چ جنتو ته راشی د دجال جنتونه موقتی او په جهنم بدلیږی او د الله جنتونه دایمی او تل تر تله چنتونه دی . افغان صاحب ، که بیسواده وی ستاسی به شان به ګمراه او د ډآلرو پسی لالهانده ،وی نه به یی ډ خان ، نه به یی د ناموس ، نه به یی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x