افغانستان

د رزګان چارواکي: ځينې قومندانان په طالبانو پوستې پلوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د رزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې دولتي قومندانان په طالبانو امنيتي پوستې پلوري او ځينې نور چې د دولت له لوري له دندو ګوښه شي بيا خپلې وسلې سوځوي.

د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان رحمت شاه قيمتي اريانا نيوز ته وويل: يو شمير نفوذي کسان په پوليسو کې داخلېږي، وروسته په وسله والو خپلې پوستې پلوري زياتوي چې خفيه ادارو پلټنې پيل کړي، څو دغه کسان معلوم کړي.

د روزګان د والي وياند عبدالواحد پټان وايي، هغه قوماندانان چې د عملياتي کنډکونو په رآس کې کار کوي، ډيری يې قومي مشران دي چې د ساتنمنۍ يا بريدملۍ رتبه لري او د يو قوم پورې اړوند دي.

زياتوي، د دوی لرې کول هم ساده کار نه دی، ځکه چې داسې بېلګې شته چې ځينو قوماندانانو د خپل ګوښه کېدو خبر په اورېدلو سره د دولت له وسلې څخه د دولت پر ضد کار اخستی او د خپلې دندې او موقف پرېښودلو ته نه دي چمتو شوي.

خو د روزګان د پوليسو قوماندان رحمت الله صديقي وايي، که ويې نه مني نيسو يې او مرکز ته يې استوو، داسې زورواکان وو چې سرونو ته مو يې خلطې واغوستلې او کابل ته مو واستول.

په ورته وخت کې ملي پوليس هم وايي، چې د دوی پر سر معاملې کېږي او هر قومندان چې راشي دغه کړنه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې په خاص روزګان ولسوالۍ کې يو پوليس له خپلې وسلې سره طالبانو ته ورغلی دی.

يواځې دا نه چې طالبان د روزګان په پوليسو کې د خپلو نفوذي کسانو د شتون خبره کوي، بلکې تر دې مخکې هم طالبانو داسې راپورونه ورکړي چې د دوی نفوذي کسان د دولت په پوځ کې ځای پرځای شوي او د موقع نه په استفاده د کنډکنو او پوستو ټول امکانات به هغوی ته په واک کې ورکوي.

د دغې لړۍ په جريان کې تېره ورځ طالبانو خبر ورکړ، چې د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ اړوند په زواکه سيمه کې د يوه نفوذي عسکر محمد عثمان او دوه نورو همرازو ملګرو په همکارۍ ټوله پوسته ورتسليم کړې، شپږ ميله وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي يې ور وړي دي.

طالبان وايي، په دغه بريد کې درې نورو عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوليسو په ليکو کې د طالبانو د نفوذ راپورونه تر دې وړاندې هم ورکول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x