یواځې یوې لوبې له ډېرو لوری ورک کړ

لیکوال: صفي الله “رائد”

په ټولنیزو رسنیو کې دا څو ورځې دځېنو افغانانو د کرکټ په بایلود تبصرې او غبرګونونه را پارېدلي؛ چې ولې د افغانستان ټیم یوه ډېره مهمه او بلآخره ډېره اهمه لوبه بایلوده.

ډېرو بیا د قُدس شریف تر قبضې د کرکيټ په ماتې زیات خفه دي!
ما تر دې وړاندې هم د افغانانو احساسات د بیت المقدس په هکله وليدل.

یو قسم احساس د خوشحالۍ مې وکړ؛ ماویل: لا ژوندي یو، احساس مو ژوندی، ضمیرونه مو لا ویښ دي.

چا ویل چې مونږ بیده او ضمیرونو مو مړه شوي؟!! او…؟؟؟
خو ډېری افغانانو مې فکر هغه وخت رابدل کړ، چې بیت المقدس یې په یوې ناچیزې لوبې هېر کړ.

هغه پر خپل پروني لمبه احساس یې اوبه تویې کړې.

اصغر که لوبه بایلوده؛ نو بایېلودله. هغه پوهېده چې نوم یې د لوبې شو نو بیا بای او بورد د لوبې برخه وي چې دا ځل مو ښه په نره بایلودله.

خو وا په ځان دهغه چا؛ چې نن یې لوبه هم بایلوده او بیت المقدس هم.

د یوې عادي لوبې بایلودلو پسې یې خپل ګران قُدس هم بایلود.

لاړ بیت المقدس یې هېر شو، دوی هم ترې تېر شول.

که دغو محترمینو ته ووایو: ښه دایې بایللې نه دایې ګټلې، دایې اضغر خان تاسوته کپ راوړی!!!

نو څه مو کول؟!!
څه عکس العمل مو ښوده؟!!
ډزې مو کولې؟ اټنونه مو کول؟ او که ګډېدلئ؟!!
اې! عجیبه خبره نه ده؛ یوې عادې لوبې ته ګډېدلئ؟!!
ولې داهر څه مو هېر شول؟!

د ګران وطن اشغال مو هېر شو؟ دا روان وحشتونه، ظلومونه او بمباریانې مو هېرې کړې؟!!
رانه سلب شوې خپلواکي مو هېره شوه؟؟؟
دنګرهار، میدان ښار او هلمند بمبارۍ مو په داسې کومې خوشحالۍ کې هېرې کړې؟!!!

له دومره ډېرو دردونو او کړاونوو سربېره، بیا هم پورته پورته غورځیه، ګډېږئ، خوشحالېږئ!!!.
افسوس …

خو! ژړا په دې راشي؛ چې آخر ولې؟!!!
ولې دومره ژر غولېږو/دوکه کېږو؟!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د