افغانستان

فارياب: پښتون کوټ کې اربکيانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژلي او لسګونو کورونه يې سوځولي

 

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې د هيواد شمال فارياب ولايت پښټون کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ د دوی نظامي ملګرو د اربکيانو مشهور قومندان عطاء محمد و وژلو او اربکيانو يې د وژلو کسات له ولسي وګړو واخيست، چې د ۲ علماوو په ګډون يې ۱۶ تنه ښځې او ماشومان و وژل.
احمدي زياتوي، چې اربکيانو د پښتون کوټ  ولسوالۍ زغن، قلعه نيازبيک او آق دره کې پر کليو او جوماتونو بريدونه وکړل، دوه علماء چې سيمه کې د يوې مدرسې استادان او ملا امامان وو سره د مدرسې له څلورو طالبانو و وژل او وروسته يې په کليو کې د ولسي خلکو وهل ډبول پیل کړل،

چې د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو په ګډون يې لس تنه و وژل او شاوخوا څلويښت کورونه يې و سوځول.
خبر زياتوي، چې اربکيانو د ځينو وژل شويو کسانو جسدونه هم سوځولي دي.
د يادونې وړ ده، چې پښتون کوټ ولسوالۍ د هيواد په شمال کې له هغو سيمو شمېرل کيږي، چې ډېری سيمې يې د طالبانو تر اثر لاندې دي او تل پکې د طالبانو او د دولت امنيتي عسکرو تر منځ سختې نښتې هم کيږي.
وړمه ورځ هم طالبانو د اربکيانو يو مشهور قومندان عطاء محمد، و وژلی وه، چې اربکيانو یې دکسات په موخه پر جوماتونو او ولسي وګړيو بريدونه وکړل.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x