نړۍ

راتلونکی کال رسما په سعودي کې سینما ته اجازه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت ویلي چې د کال ۲۰۱۸ له پيل څخه به د سینما شرکتونو ته اجازه ورکړي چې په سعودي کې سینماوي خلاصي کړي.

د سعودي د کلتور او معلوماتي چارو وزیر عواد بن صالح العواد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی د سینماګانو د تنظیموونکي جهت په توګه ډېر ژر د سینماوو لایسنسونه اجراء کوي او په دې اړه اجراءات کوي.

نوموړي ویلي چې اوس دوی ځانګړي لایحې جوړوي خو په راتلونکو ۹۰ ورځو کې به عملا په عامو ځایونو کې د فیلمونو نندارې وړاندي شي.

باید وویل شي چې تر اوسه هم په سعودي هیواد کې د شرعي قانون د نفاذ له امله اجازه نه وه چې په دغه هیواد کې فیلمونه نندارې ته وړاندي شي او یا هم د موسیقي په کانسرتونو کې ښځي او نارینه یو ځای ګډون وکړي او د فیشن شو په نامه پروګرامونه جوړ شوي خو په دې وروستیو کې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې تر څنګ نارینه او ښځینه وو ته پر یوه مهال په کانسرتونو کې د ګډون اجازه ورکړه شوه او پر ښځو باندي د اسلام او رواج په نامه له مخکې لګېدلي بندیزونه پورته شوه.

د یادونې وړ ده چې څه موده تر مخه د لومړي ځل لپاره د سعودي رسمي حکومتي تلویزون د ښځینه سندرغاړو سندري هم خپرول پيل کړل.

تر اوسه معلومه نه ده چې د سعودي په سینماوو کې به کوم رنګه فیلمونه نندارې ته وړاندي کیږي، خو ددغه هیواد د کتلور او معلوماتو وزیر په خبرپاڼه کې ویلي چې په سینما کې نندارې ته وړاندي کیدونکي فیلمونه به د سعودي ولس د کلتور، اخلاق او دیني ثوابتو سره برابر وي، داسي څه به وړاندي کیږي چې د شریعت د احکامو سره تناقض ونه لري.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه د کعبې شریفي پخواني امام او قارئ شیخ عادل الکلباني هم ویلي وه چې د سعودي ځوانانو د تفریح لپاره کیدای شي سینما تر نورو مصروفیتونو ډېره ګټه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد

انا للہ چہ فلم وی نو سہ رنگ بہ دشرعیت موافق وی ,واقعی خبره ده چه د حضرت شیخ شهید مولانا حسن جان رحمه الله خبره صحیح وه چه زمونگ دا حکمرانان مسلمانان نه دی،هغوی به برسر ممبر فرمائل ،یا الله دوی په رشتیا مسلمانان کری،،

اقبال

سینما خو عادی خبره ده ، تر یو وخته به پکی تش په نامه اسلامی فلمونه شيوی او هغه سینماګانو کی چه پکی د شیخانو او خارجیانو د پاره پکی بربند او ناروا فلمونه شودل کیږی هغه به سری وی عوامو ته به اچازه نه وی . هغه وخت چه د ترمپ لور سعودی ته تللی وه هغه څه ناڅه ښکلی هم وه یعنی فریم یی د شیخانو د پاره عاشفی وړ وو ، هم یی ورته ځانګړی میکپ ( چه د شیخانو خوشیدلو ) کړی او هم یی ځانګړی عطریات او د شایست نور لوازم کارولی او په هماغه… نور لوستل »

عبدالباسط

غربیان نور ونه توانیدل چې خپل عقاید په نورو مسلمانانو رایج کړی اوس غواړی چی د سعودی لاری خپل عقایدو ته پرمختګ ورکړی او تش په نامه مسلمانانو ته یو دلیل پیدا کړی که چیری داشی حرام وی نو سعودی عربستان چې هلته د مسلمانانو کعبه او د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیات اقدس موجود دی ولی یی د دی د جواز فتوا ورکړی ده له دی نه معلومیږی چی حرام به نه وی. یا الله که څوک ستا د دین ریشی وباسی او ستا د دین مخالفت کوی ته یی په خپل کامل قدرت سره له دی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x