افغانستان

کندهار: طالبانو ۱۴ تنه سنګوریان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن غرمه شاوخوا يوه بجه مهال د میوند ولسوالۍ رېګ اړوند د بندو سرو په سيمه کې د طالبانو او دولتي سنګوريانو تر منځ نښته شوې.

په نښته کې هغه سنګوريان په نښه شوي چې د هلمند ولايت د نهرسراج له سيمو څخه د ميوند رېګ ته د لار نيولو په موخه راوتلي وو.

په پېښه کې ۱۴ تنه سنګوريان وژل شوي.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی ، وياند يې قاري يوسف احمدي وايي چې د نښتي په پايله کې د سنګوري اربکيانو يو وېګو او ټيوټا موټر همدا راز ۱۴ ميله اسلحه نيول شوې.

دولتي چارواکو لا تر دې مهاله د نښتي اړوند څه نه دي ويلي خو دوی پخلی کوي چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسي يې د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x