افغانستان

حکومت کابل ښار کې ديپلوماتيک ښارګوټی جوړوي

 

نن ټکی اسيا: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د بهرنيو ديپلوماتانو لپاره ديپلوماتيک ښارګوي جوړوي.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبره پرون دوشنبه د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني کيښوده.

دغه ښار ګوټی ۳۷۰ زره مربع متره ځای کې به وي، د پلازمينې په لوديځ دارالامان سره به نژدې جوړيږي.

ويل کيږي چې نوموړي ښارګوټي ته څېرمه د ولسي جرګې نوې ودانۍ هم جوړيږي.

خبر پاڼه زياتوي، چې د ولسمشر او وزيرانو شورا له پريکړې وروسته دا ومنل شوه، چې بايد د بهرنيو ديپلومانو لپاره يو ځانکړی ښارګوټی جوړ کړای شي.

ويل کيږي، چې د نوموړي ښارګوټي جوړول به ډېر وخت ونيسي او نقشه د کابل د ښاروالۍ لخوا جوړه شوې ده.

د ښارګوي په نقشه کې يو نړيوال ښوونځی هم په پام کې نيول شوی، چې د بهرنيو ديپلوماتانو زامن پکې خپلې زده کړې وکړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x