کرېکټ: ملي لوبډله هیواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۴ل): د کرکټ ملي لوبډله د آیرلینډ په وړاندې له ماتې خوړلو وروسته هیواد ته راستنه شوه.

افغان لوبډلې له آیرلینډ سره د درې یو ورځینیو سیالۍ لرلې، چې آیرلینډ په ۲-۱ افغانستان ته ماتې ورکړه او د لړۍ جام یې خپل کړ.

لومړی لوبه کې افغانستان آیرلینډ ته په ۱۳۸ منډو او دوهمه لوبه کې آیرلینډ افغانستان ته په ۵۱ منډو او دریمه لوبه کې آیرلینډ افغانستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او جام یې پخپل نوم کړ.

د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو شبکو کې ملي لوبډله او اداري کارکونکي له سختو نیوکو لاندې دي، خو تر دې دمه کرکټ یې په هکله څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د