
د نيويارک ښار د بسونو په تم ځای کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د متحده ایالتونو نيويارک ښار منهاتن سيمې د بسونو په تم ځای کې چاودنه شوې ده.
د نيويارک پوليسو رسنيو ته ويلي، چې منهاتن سيمې د بسونو په تم ځای کې چاودنې يو شمېر کسان ټپيان کړي او د يوه مشکوک تن د نيولو خبر هم ورکړی شوی دی.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې د چاودنې نوعيت تر اوسه نه دی معلوم، خو پولیسو يو مشکوک سړی د پېښې ځای سره نيولی دی.
امریکايي رسنۍ وايي، چې د ټپيانو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم، خو د بسونو دغه تم ځای د سيمې تر ټولو بوخته سيمه بلل کېږي او هره ورځ دلته زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
له چاودنې وروسته پوليسو په سيمه کې د خلکو په تګ راتګ بنديز لګولی او د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.
د لومړنيو معلوماتو له مخې چاودنه داعش ډلې پورې تړلي يوه بنګلاديشي کړې، چې له شلو کالو راهيسې په امریکا کې اوسېده او د پوليسو له لوري په داسې حال کې نيول شوی، چې بل بم هم ورسره و.
د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د پېښې په اړه خواشينې څرګنده کړې او زياتوي، چې ولسمشر ټرمپ ته يې د چاودنې په اړه خبر ورکړی دی.