کرېکټ: هند له افغانستان سره تاریخي ټیسټ لوبه ترسره کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هند کرکټ بورډ اعلان کړی چې دوی په پلان کې لري چې راروان ۲۰۱۸ کال له افغانستان سره لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي.

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې څلور کلنی پلان او د لوبو مهالویش خپور کړی چې په کې له افغانستان سره د ټيسټ لوبه هم شامله ده.

د هندوستان لخوا هاغه وخت ددې خبر اعلان وشو کله چې د افغان کرکټ بورډ رئیس شکرالله مشعل او اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي د هند کرکټ بورډ څخه په ډهلي کې له کتنې وروسته د افغانستان په وړاندې د ټیسټ لوبې غوښتنه وکړه.

په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې هندوستان به پخپله خاوره له افغانستان سره په راتلونکې ۲۰۱۸ کال کې، چې د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی نړیواله ټیسټ لوبه وي ترسره کوي.

د کرکټ بورډ مشر شکر الله عاطف مشعل او د کرکټ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ددغه خبر پخلی کړی، په دې اړه یې خوښي ښودلې ده، او د هند کرکټ بورډ څخه یې ددوی د غوښتنې منلو مننه کړې.

ټاکلی شوې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له هند کرکټ بورډ سره راروانه اونۍ کتنه کوي او په دې کې به د لوبې مهالویش او نیټه معلومه کړي، خو د هند مصروفه شیډول څخه داسې ښکاري چې دغه لوبه به د راروان کال په پای کې ترسره شي.

پیل کې افغانستان په پلان کې لرل چې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه د زمبابوی په وړاندې ترسره کړي خو هغو د مصروف مهالویش له امله معذرت وړاندې کړ، چې له دې وروسته له استرالیا سره لوبه په پلان کې نیول شوې وه.

د یادونې وړه ده چې په جون میاشت کې افغانستان او آیرلینډ ته د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ بشپړ غړیتوب ورکړل کیدو نه وروسته دواړه لوبډلې د ټيسټ لوبو په لټه کې وې، آیرلینډ له مخکې د پاکستان سره د راروان کال په مۍ میاشت کې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه اعلان کړې، او افغانستان به په راروان کال کې له هند سره لومړۍ ټيسټ لوبه کوي چې تر دې دمه یې رسمي مهالویش او نیټه نه ده اعلان شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د