افغانستان

او تجسس مه کوئ!

د قرآن ټولې لارښوونې ډېرې خوږې دي. (او تجسس مه کوئ) د پاک قرآن د حجرات سورې دولسم آيت دی. د آيت دغه وړه خو عميقه لارښوونه راباندې ډېره ښه لګېږي، ځکه دغه لنډه جمله، د يوه ستر ټولنيز مشکل حل وړاندې کوي.

تجسس يعنې د نورو په رازونو او عيبونو پسې ګرځېدل او ځان پرې پوهول. په ټولنه کې عموما دغه ستونزه شته. ځينې انسانان داسې دي چې غواړي په هر څه ځان خبر کړي. نه غواړي هېڅ څه ترې پټ او مخفي پاتې شي، خو دغه ناوړه عادت ډېرې بدې پايلې لري. همدا بد عادت دی چې هم دنیا خرابوي او آخرت کې يې سخت عذاب پایله ده. خو د دې ټولو بديو په مقابل کې هېڅ ګټه نه لري. چې داسې ده، دغه بې خونده ګناه چې آن ژوند مو خرابوي، ولې وکړو؟!
د دغه پاک آیت په تفسير کې مفسرين وايي چې يو وار ستر رسول صلی الله عليه وسلم سلمان رضي الله عنه، اسامه ته -چې د بیت المال مسؤول و- واستاوه، څو خوراکي توکي ورکړي. اسامه وویل چې څه ورسره نه شته. دوه متجسسينو شک وکړ، له غيبت سره سره يې دا پلټنه پيل کړه چې اسامه رښتیا وايي او که کوم څه ورسره شته؟!
رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه دوه کسان د پلټنې او تجسس پر مهال وليدل او ورته يې وويل چې ستاسې په خوله کې د غوښې خوړلو آثار وينم، دوی وويل چې نن يې هېڅ غوښه نه ده خوړلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل چې د سلمان و اسامه غوښه مو خوړله!
دغه مبارک آيت کې څو موضوعات پرله پسې ياد شوي. له بدګومانۍ ځان ژغورنه، له تجسس و پلټنې او غيبت کولو ځان ساتل د دغه آیت مهمې لارښوونې دي.
دغه آيت نه یوازې يوه ديني لارښوونه ده، بلکې د يوې ښې ټولنې له پاره او د انسان د فکر د آرامۍ له پاره ډېره غوره سيکالوجيکي نسخه ده. ځکه بدګوماني، تجسس او غيبت کول هم ستر ګناهونه دي او له دې سره د ټولنې فساد او ژوند د نارامه کولو ستر لاملونه دي.
يو څوک که د چا په شخصي ژوند کې پلټنه و تجسس کوي، دا يوازې يوه ګناه و غلطي نه ده، بلکې همدغه بد عادت زښتې ډېرې نورې ګناوې او غلطۍ له ځان سره لري. د پلټنې په نتيجه کې بدګومانۍ رامنځ ته کېږي چې دا يوه ستره ګناه ده او د ګناه تر څنګ د انسان فکر ناراموي او له نورو مهمو او ارزښتمنو کارونو يې پر دغه بې تنيجې او غلط کار بوختوي.
همدا رنګه د تجسس په نتيجه کې دروغ رامنځ ته کېږي، لومړی څوک چې تجسس کوي، دروغ ورسره وايي او آن مقابل کس هم دروغځنوي، ځکه کېدای شي هغه ونه غواړي چې هر څوک دې له رازه خبر وي، نو بايد دروغ ووايي او خبره پټه کړي. يوازې دغه مشکلات هم نه شته، د پلټنې په نتيجه کې غيبت هم رامنځ ته کېږي، د متجسس ذهن عموما په ظاهري خبرو، ولو که رښتیا هم وي باور نه لري، په هر څه شک کوي او غواړي ځان له “اصله” خبر کړي، په دغه وخت کې له نورو سره غيبت هم کوي، چې نه يوازې ځان، بلکې نور هم ګناهکاروي!
تجسس دغه فساد رامنځ ته کوي خو هېڅ ګټه نه لري، ځکه چې که کوم څوک د بل له ژوندو رازونو په کاملا خبر شو، نو څه وشول؟ څه ګټه يې ورته ورسېده؟ ده د خپل آخرت خرابولو په مقابل کې داسې معلومات تر لاسه کړل چې هېڅ ګټه نه لري. نه يوازې د آخرت خرابول، بلکې په دنيا کې د ټولنې د فساد او فکري و ذهني توازن د له منځه وړلو په نتيجه کې يې دغه څه لاسته راوړل.
دا هغه منفي انعکاسات دي چې عموما په ټولنه و انسان کې د تجسس له امله رامنځ ته کېږي. خو ځينې وختونه د تجسس په نتيجه کې تر دې ستر مشکلات رامنځ ته کېږي. خصوصا په افغاني ټولنه کې چې پر ډېرو عادي خبرو سترې دوښمنۍ او وژنې رامنځ ته کېږي. کله ناکله د همدغه تجسس په نتيجه کې دوښمنۍ هم جوړې شوي او ډېرې فاسدې پايلې يې لرلي. د تجسس همدا ناوړه پايلې پښتني ټولنې ښې درک کړي، ځکه خو وايي چې “له څه سره چې نه کار، له هغه سره څه کار”! يعنې چې کار درسره ربط نه لري او په نه خبرېدو يې څه کمېږي نه، هېڅ پرې ځان مه بوختوه.
د همدغو سترو ستونزو د مخنيوي له پاره قرآن دغه لنډه خو پراخه لارښوونه کړې. د تجسس پرېښودل ډېر آسانه کار دی. که د ځاني اصلاح له پاره د تجسس له نه کولو پيل کړو، ښايي ډېرې ټولنيزي ستونزې مو ختمې شي او عقلي توازن او آرامتيا مو راوګرځي.

بغاوت: د زاهد جلالي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x