
حکمتیار : د پرونۍ چاودني ماین ایرانی وو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خوست ولايت د فوټبال په لوبغالي کې تېره ورځ ګلبدین حکمتیار خپل حزب ته د يوې جوړي کړي غونډي په مهال وینا کول چې په مهال يې له لوبغالي نه بهر د چاودني غږ واورېدل شو.
د خوست د امنيتي سرچينو له مخي چاودنه د له لوبغالي نه په لري واټن کې د څرمنو په يو دکان کې شوې.
ګلبدین د پرونۍ چاودني اړوند په يوه کانفرانس کې داسي وويل : د پرونۍ چاودني ماین ایرانی وو ، دا کار د ایران دی او غوښتل يې غوڼده اخلال کړي.
په افغانستان کې داعش ډله د حکمتيار په وينا د ایران پر لار له عراق او سوريي نه راغلي کسان دي.
حکمتیار وايي د افغانستان داعش له عراق او سوريي څخه دلته د ایران په مرسته راځي تر څو ایران وکولای شي خپلي ګټي د دوی په مټ خوندي کړي.