افغانستان

لوګر: امنيتي ځواکونو يو ښوونکی وژلی دی

نن ټکی اسيا: لوګر ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې وړمه شپه د دغه ولايت مرکز پل علم ته څېرمه هونۍ سيدان نومې کلي کې امنيتي ځواکونو د هونۍ سيدانو د ليسې يو ښوونکی مولوي جليل وژلی دی.د لوګر ولايت د پوهنې ريس انجينر محمد اکبر ستانيکزی وايي، چې امنيتي ځواکونه د شپې ناوخته د مولوي جليل کورته ورغلي وو، له کوره د راوتو پر مهال يې پرې ډزې کړې وې او ځای پر ځای يې وژلی دی.

ښاغلی ستانيکزی زياتوي، چې وژل شوي مولوي عبدالجليل له هيڅ وسلوالې ډلې سره اړيکه نه درلوده او له ديارلسو کالو را پدې خوا يې د هونۍ سيدانو په عالي ليسه کې د ښوونکي په توګه دنده درلوده.
د لوګر د پوهنې ريس وايي، چې مولوي عبدالجليل څو ورځې مخکې له عمرې راغلی وه او امنيتي عسکرو د شپې پر مهال د خپل کور مخته ۷ ډزه ويشتی او ځای پر ځای يې وژلی دی.
د يادونې وړ ده، چې لوګر ولايت کې دا لومړی وار ندی، چې د مکتب يو ښوونکی د امنيتي عسکرو لخوا وژل کيږي بلکې له دې مخکې هم په نوموړي ولايت داسې څو پيښې شوي دي.
څه موده وړاندې هم د لوګر ولايت مرکز ته څېرمه کمال خيلو کې د افغان شهيد فاروق د ليسې يو ښوونکی عبيدالله داربکيانو لخوا و وژل شوی وه.
د لوګر ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x