fbpx

سمسنګ کمپنۍ ۵۱۲ ګیګا بایټ داخلي میموري کارډ جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سامسنګ کمپنۍ په پلان کې لري چې د راتلونکو ځیرکو مبایلونو لپاره په لوړه کچه د ۵۱۲ ګیګا بایټ وړتیا لرونکی داخلي میموري کارډ/چیپ Chip جوړ کړي.

له دې وړاندې تر ټولو لوړ ظرفیت لرونکی ۲۵۶ جي بي داخلي میموري کارډ په ځیرک مبایلونو کې وړاندې شوی خو نوی راتلونکی میموري کارډ به ددې دوه برابره وړتیا ولري.

که څه هم د سامسنګ شرکت ځیرک مبایلونه اکثره د اضافي میموري کارډ منلو وړتیا لري خو د فایل ثبتونې داخلي وړتیا ځانته ګټې لري، له همدې کبله سامسنګ داخلي لوړې وړتیا لرونکی میموري کارډ جوړوي.

دا لومړی ځل دی چې سامسنګ دومره ستر ظرفیت لرونکی میموري کارډ وړاندې کوي، چې د نورو میموري کارډونو به نسبت کم او فزیکي ځای نیسي.

سامسنګ کمپنۍ ادعا کوي چې دغه میموري کارډ وړتیا لري چې په یوه ثانیه کې ۸۶۰ او ۲۵۵ میګا بایټ معلومات انتقال کړي، چې د عادي میموري کارډو په پرتله اته ځلې چټکه ده، دوی همدارنګه وایي چې دغه میموري کارډ راتلونکو ځيرک مبایلونو ته جوړوي خو لا معلومه نه ده چې د سامسنګ راتلونکې مبایل ګلیکسي S9 کې به اضافه شي یا نه.

د یادونې وړ ده چې د ځيرک مبایلونو زیاته برخه یې خپل عامل سیستم نیسي، او د پرمختللو کامرو ویډیوګانو او انځورونو سایز لوړ وي چې زیات وړتیا لرونکي میموري کارډ ته اړتیا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د