بي پي ایل: د سمیع شینواري لوبډله پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش په غوره لیګ سیالیو کې د ننۍ لوبې چې د راشد خان او سمیع الله شینواري لوبډلو تر منځ وشوه له ختمیدو وروسته د پایلوبې پړاو ته ورسیده.

د دوشنبې په ورځ د کومیلا ویکټورینز او رانګپور رائيډر تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې د راشد خان لوبډله له ماتې خوړلو وروسته له دغې جام څخه بهر شوه او رانګپور رائیډرز پایلوبې ته ځای وموند.

ننۍ لوبه کې پچه د راشد خان لوبډلې وګټله خو لومړی یې توپ اچونې پریکړه وکړه، د سمیع شینواري لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۹۲ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د راشد خان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې، په ۳۶ منډو یې ماتې وخوړه او له پایلوبې بهر شوه.

د سمیع شینواري لوبډله رانګپور رائيډرز به د شاهد افریدي لوبډلې ډهاکه ډاینامیټس سره پایلوبه کې مخ کیږي.

د راشد خان لوبډله کومیلا ویکټورین که څه هم جدول کې په لومړي نمبر ده خو په نیمه پایلوبه کې له ماتې خوړلو وروسته له پایلوبې بهر او په جدول کې څلورم نمبر رانګپور رائیډرز پایلوبه کې ځای وموند.

د یادونې وړ ده چې راشد خان او محمد نبي د آیرلینډ سره د سیالۍ لپاره بي پي ایل پریښی و، چې ډير لامل یې لوبډلې پایلوبې ته لار نه موندلو کې ددوی نه شتون و.

پایلوبه به سبا ۱۲ دیسمبر د ډهاکې په شیر بنګله لوبغالي کې په ۶:۳۰ بجې پیل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د