کرېکټ: هند د ۲۰۱۸ اسیا جام سیالیو کوربه توب څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هندوستان کرکټ بورډ (BCCI) ویلي دي چې دوی د پاکستان په شتون کې د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کوربه توب نه کوي.

دوی د کرکټ نړیوالې شورا ته وار له مخکې خبر ورکړی چې د پاکستان په شتون به د هند کرکټ بورډ د راتلوکې کال اسیا جام سیالیو کوربه توب ونکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې هند د اسیا جام سیالیو کوربه توب څخه انکار کوي بلکې له دې وړاندې یې د ۱۹ کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ کوربه توب څخه هم انکار کړی و.

د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ ناسته د روان کال د دیسمبر په ۱۸ نیټه ترسره کیږي، د هند کرکټ بورډ سر منشي امیتاب چوهدري ویلي دي چې هند د راروان څلورو کلونو لپاره خپل مهالویش اعلان کړی چې په کې له پاکستان سره هیڅ کومه سیالۍ نه لري، نوموړي زیاته کړه که چیرې د حکومت اجازه وشي نو امکان شته چې د پاکستان سره سیالۍ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند ممبۍ ښار کې له حملې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې، چې تر دې دمه د دواړو لوبډلو ترمنځ کومې بشپړې سیالۍ نه دي ترسره شوی، اوس پاکستان غواړي چې د هند کرکټ بورډ پر وړاندې د سیالۍ نه کولو په صورت کې له قانوني لارې حل راوباسي چې ډير امکان یې د هند کرکټ بورډ له سخت تاوان سره مخ کیدل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د