tooba

د ظالم مرسته مکوئ

 

قران کریم وایې : {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون} (هود:113). تاسو ظالمانو ته د زړه میلان مه کوﺉ کنه اور ته به ولویږﺉ ، او تاسو به له الله پرته نور دوستان نه لرﺉ ، اوبیا به څوک مرسته نه درسره کوي .

د دې ایت په اړه د تفسیر له کتابونو څو خبرې را خلاصه کوم او په لاندې ډول یې له درنو لوستوالو سره شریکوم :
لومړۍ خبره : په ایت کې د ( الرکون) توری راغلی ده او (الرکون) یوه شي ته میلان , په یوه شي رضا کیدلو او دیوه شي خوښولو ته وایې . دلته له (رکون )نه مراد څه شی ده ، له عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه دوه روایتونه راغلې دي : یودا چې دلته مشرکینو ته له میلان نه منعه راغلې ده او دویم دا چې له ظالمانو سره مداهنه او د هغوی په کړنو رضا کیدل او دهغوی ملګرتیا حرامه ګرځول شوې ده . آن تردې جې د هغوی په کړنو او ظلمونو رد نه کول هم په (رکون) کې داخلیدلی شي .

امام احمد بن حنبل ته یو کس راغی او ورته ویې ویل : زه ظالمانو واکمنو ته جامې ګنډم ، د دې ایت تر وعید لاندې به راځم او که نه ؟ امام احمد ورته وویل : ته د ځان خبره مه کوه تاته چې د جامو ګنډلو له پاره څوک تار او نور لوازم برابروي هغوی هم د دې ایت له وعید لاندې راځي .

له ابو العالیه نه یو روایت راغلی دی هغه وایې : {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا}، یعني د دوی کارونه مه خوښوي . داراز نور روایات هم شته او د ټولو مطلب سره نږدې ده او غورچاڼ یې داده چې د ظالمانو او کافرانو کارونه مه خوښوي ، او مه یې منئ .

په ایت کې له ظالم سره د هرډول اړیکو منعه راغلې ده د ظالم ملګرتیا له هغه سره مرسته خو پریږده ځکه ( الرکون) د ظالم په کړنو رضا ، دزړه میلان او دهغو خوښول دي . زموږ ځیني خلک د وخت د واکمنو پلوې په داسې تعبیر سره کوي چې هغه به ظالم و داسې به او … خو دایوکار یې ښه و . یعني د هغه په ډیرو ظلمونو سترګې پټوي او د یو څو نسبة ښو کارونو له پاره یې ملاتړ کوي. د قران پریکړه خو داده جې یوڅوک یو انسان بې ګناه ووژنې ظالم شو, په یوه بې ګناه انسان تیری وکړي ظالم شو او ظالم ته د زړه میلان مه کوﺉ . زموږ په هیوا د کې ډیر قاتلان او ډیر ظالمان شته چې خلک یې د ځینې مصلحتونو او ګټو په نیت ترشا ولاړ وي ، داراز په مړو واکمنو کې داسې قاتلان تیرشوې دي چې په زرهاو بې ګناه مسلمانان یې وژلې دي خو اوس یې هم ډیر خلک د سیاست پلوي کوي او آن د ملې اتل القاب ورکوي . دا بلکل د ظالم ملګرتیا او جهنم ته د اخلوونکي ګناه ده .

دویمه : د {الذين ظلموا} په جمله کې د مفسرینو دوه مشهور قوله راغلې دي : یو دا چې له ظالمانو نه مراد مشرکین دي ، او دویم قول داده چې له ظالمانو نه مراد ظالمان او مشرکان ټول دي ظالم که مومن او مسلمان وي هم په کې داخل دی ، امام القرطبي وایې دا وروستی قول غوره او عام ده ، امام الشوکاني هم دا قول غوره بللی ده او وایې چې ایت عام ده او د خصوص لامل یې نشته نو باید په عموم پرېښودل شي .

دا فکر دي څوک نه کوې چې له (ظلموا) نه یواځي ظالم واکمن مراد دي ، په ظالمانو کې هرډول ظالم شمار ده که هغه په لوړه سطحه ظالم وي او که کم ظالم وي ، که په دولتي سطحه وي او که په ټولنیز ژوند کې وي ځکه موږ وویل له ظلم نه عام ظلم مراد ده . که یو څوک خپلې لور ته د هغې د ولور حق ورن کړي یا کوم ورور د خپلې خور ولور وخوري، دا دواړه ظالمان او غاصبین دي او د پره دي حق تلف کوونکي دي، داراز که یو زوی له خپل مور او پلار سره ښه چلند نه کوي د هغو احترام نه لري او نه یې حق ادا کوي دا هم ظالم دی او د لور ایت له حکم لاندي راځي.

دریمه : په ایت شریف کې ظالم ته د میلان کوونکي دوه پایلې بیان شوې دي یو ه یې دنیوي ده او هغه د الله له لورې د مرستې بندیدل او بل اورته لویدل دي ، اودا دوه پايلې داسې بیان شوې دي : {فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون}، خدای جل جلاله وایې : که تاسو ظالمان ىوستان نیولې وو ، دهغوی کړنې مو خوښې وې ، په مرسته کې یې بوخت وی ، په ظلم کې مو په خوله اولاس دهغو مرسته کوله نو په اخرت کې به مو د جهنم اور ونیسي ، او په دنیا کې به مو مرستندوی څوک نه وي ، همدا ظالمان به درباندې مسلط وي ، او نن دا ستونزه روانه ده ، په مسلمانانو ډارن ظالمان مسلط دي ځکه دا ظالمان دوی رامنځته کړې دي او د همدې خپلو ظالمانو له لاسه د دنیا دسترو ظالمانو له قهر او غوسې لاندې هم راغلې دي .

ځلرمه : ابن عاشور وایې : دا ایت د حقیقي او ګوماني فساد دذریعو د مخنیوي په لاره کې یو لو ی اصل دی سد الذرائع یاد ذریعومخنیوی شرعي معتبر دلیل دی چې ډیر احکام پرې ولاړ دي ، هر کار چې د شرعي فریضي د درولو او معطل کولو لامل ګرځي هغه ته نږدې کیدل ناروا دي ، هر کار چې د شرعي حلال شي حرمت راولې د هغه کول منعه دي او دهر حرام شي حلالوونکی عمل ته نږدې کیدل ناروادي .

په اخر کې د دې ایت په اړه د امام حسن البصري رحمه الله وینا را اخلو هغه وایې : جعل الله الدين بين الاَئين: {ولا تطغوا}، {ولا تركنوا}. یعني الله جل جلاله دین د دوو لاو(لا لا) په منځ کې ایښی ده جې هغه تاسو سرکشي مه کوﺉ ، تاسو ظالمانو ته میلان مه کوﺉ دي .

مولوي شمس الهدی هادي

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د