نړۍ

روسي پوځيانو له سوريې وتل پيل کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سوريې له حمیمیم پوځي اډې څخه د خپلو پوځيانو د وېستلو امر کړی دی.

په سوريې کې د روسي پوځيانو قومندان ویلي، چې سر له ننه به د روسيې ۲۳ جنګي الوتکې او چورلکې او روسيې پوځيان له سوريې په وتلو پيل وکړي او په سوريې کې به د روسانو پوځي روغتون هم وتړي.

روسي رسنۍ وايي، چې د ولسمشر پوتين له امر سره سم د روسي پوځيانو د وتلو چارې پيل شوې او خپل هېواد ته روان شول.

خو د روسيې دفاع وزارت دا هم ويلي، چې يو شمېر سمندري او ځمکني روسي پوځيان له پرمختللو دفاعي توغنديو سره د طرطوس پوځي اډې کې پاتې وي.

پوتين له سوريې د خپلو پوځيانو د وېستلو پرېکړه تېره ورځ سوريې ته د خپل ناببره څو ساعته سفر پر مهال کړې ده.

روسي ولسمشر ويلي، چې دوی به په سوريې کې د خپلو پوځيانو قربانۍ او مالي زيانونه هېڅکله هېر نه کړي او ګواښ يې کړی، که وسله والو ډلو يو ځل بیا سر راپورته کړ، نو روسي پوځيان به يې بيا پر ضد بمبارۍ پيل کړي.

پوتين دا هم ويلي، چې د پوځيانو د وېستلو سربېره به هم د حميميم او طرطوس پوځي اډو کې يو شمېر روسي پوځيان په دايمي توګه پاتې وي، خو د دغو پوځيانو شمېر يې نه دی روښانه کړی.

د روسيې ولسمشر د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره د ناستې پر مهال وويل، چې دی به د ترکيې او مصر له ولسمشرانو سره د سوريې د سولې په اړه خبرې وکړي او ټينګار يې وکړ، چې په اوس وخت کې د سوري ولسونو لپاره د سولې د کنفرانس جوړول تر ټولو اړين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x