افغانستان

ننګرهار کې يو امريکايي عسکر وژل شوی- دوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، په ننګرهار کې د يوې پېښې له کبله درې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکايي ځواکونو په خبرپاڼه کې هغوی ته د تلفاتو اوښتو دقيق ځای او د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، زياتوي چې پېښه تېره ورځ په ننګرهار ولايت کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پېښه کې يو امریکايي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلس په پېښه خواشينې ښکاره کړې او د وژل شوي پوځي کورنۍ ته يې تسليت ويلی دی.

د بهرنيو ځواکونو د ورکړل شويو معلوماتو پربنسټ په روان کال کې ۱۷ بهرني پوځيان وژل شوي چې پنځلس يې امريکايي عسکر دي.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه په هېواد کې خپلو عسکرو ته د اوښتو تلفاتو کره شمېره نه په ډاګه کوي، خو که د ازادو سرچينو راپورونو او پر بهرنيو ځواکونو چاودنو او پر هغوی سرتيرو بريدونو ته وکتل شي، نو د وژل شويو بهرنيانو شمېر له دې څو چنده لوړ ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x