د ژبې ساتل

دکتور کفایت الله وردګ

هغه د پښتنو خبره ده چې خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده د انسان په ژوند کې ژبه ډېر مهم رول لري ، کله په یو څو خبرو سره د انسان ټول قدر د بل انسان له زړه څخه وزي ، کله د یو څو خبرو په واسطه د یو ا نسان په زړه کې د بل ا نسان په زړه کې قدر پیدا شی په اسلام کې هم خبرو ته لوی اهمیت دی له فاحشو خبرو څخه د خپلې ژبې ساتل هم سنت دی حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم کله هم فاحشه خبره نه ده کړې ، نه به یې فحش خبره خوښوله حضرت عبد ا لله بن عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایي : لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم فَاحِشًا وَلاَ مُتَفَحِّشًا، وَكَانَ يَقُولُ: إِنَّ مِنْ خِيَارِكُمْ أَحْسَنَكُمْ أَخْلاَقًا . صحیح البخاري

ترجمه : نه وو رسول الله صلی الله علیه وسلم بد اخلاق او بد ژبی نه وو او فرمایل به یې په تاسې کې غوره کسان هغه دي چې نېک خویونه ولري .

همدارنګه د ژبې ساتل لداسې خبرو څخه سنت دي چې خلکو ته ورڅخه ضرر رسیږي ، خلکو ته تکلیف ورکوي د حضرت ا بی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی فرمايي : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: إِنَّ فُلَانَةَ تُصَلِّي اللَّيْلَ وَتَصُومُ النَّهَارَ وَفِي لِسَانُهَا شَيْءٌ يُؤْذِي جِيرَانَهَا سَلِيطَةٌ، قَالَ: لَا خَيْرَ فِيهَا هِيَ فِي النَّارِ. وَقِيلَ لَهُ: إِنَّ فُلَانَةَ تُصَلِّي الْمَكْتُوبَةَ وَتَصُومُ رَمَضَانَ وَتَتَصَدَّقُ بِالْأَثْوَارِ وَلَيْسَ لَهَا شَيْءٌ غَيْرُهُ وَلَا تُؤْذِي أَحَدًا. قَالَ: هِيَ فِي الْجَنَّةِ. رواه الحاکم

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل شول : فلانۍ ښځه د شپې مونځ کوي او د ورځې روژه نیسي او په ژبه کې یې داسې څه شی دي چې ګاونډیانو ته ضرر رسوي بد خولې (بد ژبې) ده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خیر پکې نشته هغه به په اور کې وي او ورته وویل شول : فلانۍ ښځه فرض مونځ کوي روژه نیسی او لږ صدقه ورکوي او ددې نه علاوه پکې بل شی نشته او هېچا ته ضرر نه رسوي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هغه به په جنت کې وي .

معنی دا چې په ژبه کې داسې شی وي چې ګاونډیانو ته ضرر رسوي که بیا هرڅو ډېر مونځونه او عبادتونه وکوي مصیر به یې جهنم ته وي الله جل جلاله د مونږ لداسې حالت څخه وساتي .

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د