
لغمان: د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مديرشاه محمود و وژل شو
نن ټکی اسيا: د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مدير نن سهار وختي د يوې چاودنې په ترڅ کې و وژل شو.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزي ويلي، چې د قرغيو ولسوالۍ د حقوقو مدير شاه محمود قرشي نن سهار ۷:۳۰ له خپل کوره د دفتر پر لور روان وه، چې پر موټر يې چاودنه وشوه.
خبر زياتوي، چې چاودنه د چسپکي ماين په واسطه شوې ده.
عبدالزی وايي، چې شاه محمود له چاودنې وروسته ټپي او شيبه وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه.
د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک د پيښې پخلی کړی او وايي، چې ياده پيښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ د کابل جلال اباد په لويه لار درونټې سره وشوه.
د پيښې مسؤوليت تر اوسه چا ندی منلی.