fbpx

عیسائیت په افغانستان کي (١٣)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نړیوال دایرة المعارف ویکپیډیا په افغانستان کي د عیسائیت په هکله لیکي:

په افغانستان کي رسمي عیسائیت نشته، خو داسي قانون هم نشته چي د عیسائیت مخه ونیسي، یواځي رسمي کلیسا Roman Catholic Chapel په افغانستان کي د ایټالیا په سفارت کی شتون لري، له دې څخه علاوه په کندهار کي د خارجانو په بېس (قرارګاه) کي هم کلیساوي شته لکه ارتودوکس کلیسا Eastern Orthodox ، پاته دي نه وي چي په دغو کلیساوو کي ټول هغه شیان چي ورته اړین دي شته لکه مجسمې، بایبلونه، صلیب او نور…ډېرې سرچينې په دې باور دي چي خپله افغاني عیسایان په افغانستان کي اوسیږي، د امریکا متحده ایالات ددې شمېر د ۵۰۰- ۸۰۰۰ پوري خپروي، له دې څخه علاوه افغاني عیسایان په خارج کي هم شتون لري، لکه په هندوستان، امریکا، برطانیه، کاناډا او اسټریا کي.

په افغانستان کي د عیسائیت د خپرولو ښه موقع د جهموریس اشرف غنی مېرمن رولا غنی ده.

تر هر څه نه مخکي نړیوال دایرة المعارف د رولا غنی په هکله لیکي:

نړیوال دایرة المعارف د لورا غنی په پېژندنه کي لیکي:

لوراغنی په ۱۹۴۸ کي په لبنان کي پیدا شوېده، دا لبنانۍ ده، امریکایي ده او افغانۍ ده، د اشرف غنی سره یې په ۱۹۷۵ میلادي کال کي واده وکړ، او مذهب یې مارونایي عیسایي ده.

Rula Ghani, the country’s First Lady since 2014, is a Maronite Christian.

رولا غنی چي د جمهوریس اشرف غنی مېرمن ده د مارونایټ د عیسایانو د ډلې څخه ده.

Rula Ghani – Wikipedia, the free encyclopedia
Maronite Christianity in Lebanon (Arabic: المسيحية المارونية في لبنان) refers to adherents of the Maronite Church in Lebanon, which is the largest Christian denomination in the country. The Lebanese Maronite Christians are believed to constitute about 22% of the total population of Lebanon.

مارونايي عیسائيت په لبنان کي شتون لري، چي په هیواد کي یوه ستره عیسایي ډله ده، او دغه مارونایي عیسایي ډله دلبنان ۲۲٪ تشکیلوي.

په بله ویب پاڼه کي رولا غنی خپله اعتراف کوي او وايي:

خدای دا پرېکړه کړېده چي زه عیسایي او په مسیحي کورنۍ کي یې پیدا کړې یم، تل داسی نه وي چي یوه لبنانۍ د یوه افغان سره واده کوي، زه فکر کوم دا د خدای کارونه دي.

http://aleteia.org/2016/01/13/meet-rula-ghani-afghanistans-christian-first-lady/

nbcnews دلورا د واده او فارغېدو په هکله لیکي:

جمهوریس اشرف غنی په ۱۹۷۰ میلادي کال کی په American University in Beirut د یوې لبنانی الاصلی امریکایي عیسوۍ لورا سره ولیدل. او په ۱۹۷۵ میلادي کال کي لورا فارغه شوه او واده یې ورسره وکړ.

http://www.nbcnews.com/news/world/will-afghan-leader-ashraf-ghani-bow-pressure-hide-his-wife-n210331

ډیلي میل (Dailymail.co.uk)د رولا غني په اړه لیکي:

لبناني الاصله امریکايۍ ده، په یوې مسیحۍ کورنۍ کې زیږیدلې او اوسمهال د افغانستان لومړۍ مېرمن ده.

له BBC سره په مرکه کي د لورا اعتراف:

رولا غني چې څه موده وړاندي يې له بي بي سي سره په مرکهکي په دې اعتراف کړی وو چې مسیحۍ ده.

د افغانستان په تاریخ کي دا لومړی ځل دی چې د ولسمشر مېرمن دي مسیحۍ وي.

رولا غنی اسلامي احکام ماتوي افغانیت او اسلامیت تر پښو لاندي کوي

رولاغنی اسوشیېټید پریس ته وايي:

پر ښځو چي کوم زور زیاتۍ کیږي دا صرف د مذهب(اسلام) او د رواج له کبله دی.

دلته رولا غنی په ښکاره سره وايي چي دغه اسلام چي افغانانو قبول کړیدئ دغه صرف تشدد او زور زیاتی دی، نعوذبالله.

http://www.washingtontimes.com/news/2015/may/27/rula-ghani-afghanistans-first-lady-breaks-taboos/

نور بیا…

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حشمت ویسا
میلمه
حشمت ویسا

ولی داسی نه تبصره نه خپروی چه په دشت برچی که په کارته پروان او کارته سه کی بدون له رولا غنی نه وروره لژ عقل نه کارو واخله که چیری د ایران د اخندی فا شیستانو جاسوسان نه یاست نو ورشه دشت برچی ته ۲۰۰۰ هزاره خوانان عیسویان شوی چه تمویل یی د امریکا سفارت کوی ورشه کارته پروان ته چه د پنجشیریا جو ماتو نو که انجیل توزیع کیژی ورشه کارته سه د ایرانیان د خمینی بنست یی خوا یو تعداد فا خشی خانی او مرده گاو خانی تمویل کیزی ورشه د د هزاره گانو مدنی تو لنی… نور لوستل »

AOmar
میلمه
AOmar

افرین ویسا صیب

اقبال
میلمه
اقبال

حیرانوکی ویسا او اومر صاحبانو ! څومره ښه منطق ، دا د هر هیواد قانون دی چه د هغه هیواد اکثریت له مخی د هغه هیواد جمهوری ، ریس او وزیران یی هم خپله او هم د هغوی میرمنی د بل هیواد تابعت نه شی لرلی او نه په بل دین وی . غنی د امریکا او میرمن یی د لبنان تابعت لری او دواړه عیسویان دی . لکه مونږ چه کومه عیسوی سره واده کوو هغه مسلمانوو که مونږ په اسلامیت کی تر هغی ټینګ یو ، او که هغه په عیسویت کی محکمه وی مونږ خبل عیسویت ته… نور لوستل »