نظــر

د آزادۍ مجسمه که د ښکېلاک او نړۍ والي ترهګرۍ سمبول؟

عبدالمالک همت

د نيويارک سمندري بندر ته څېرمه پر يوه واړه ټاپو باندي – ښار ته د ننوتلو په دروازه کي يې د امريکا د امپرياليستي طاغوتي نيواکګر نظام په اصطلاح د آزادۍ مجسمه درولې ده چي هر کال د دغه ملي بت د ساتلو لپاره په مليونونه ډالر لګوي او شپه او ورځ يې د هغې د ساتني او څارني لپاره پيرې پر درولي دي. د دغي مجسمې بشپړ نوم دی : Liberty Enlightening the world (آزادي د نړۍ روښانوونکې). د مجسمې په ښي لاس کي د آسمان لور ته يوه روښانه ډېوه نیول سوې ده، په کيڼ لاس کي يې د آزادۍ د تاريخ لوحه ورکړې ده او پر سر يې د اوو نوکونو تاج ور ايښی دی چي موخه ځني د نړۍ اووه لويي وچي دي.
تر دغي مجسمې لاندي چي امريکا ته د ورتلونکو کسانو هرکلی کوي پر يوه ډبرليک باندي د Emma Lazarus نومي په انګريزي ژبه کښل سوی نظم د The New Colossus(نوي مجسمې) په نامه د اوو لويو وچو د اسکېرلو وګړو د آزادۍ او ژغورني لپاره داسي بلنه ورکوي:” تاسي ماته هغه ټول ستړي ستومان او لالهانده وګړي راوسپارئ چي د آزادۍ په هيله دي . زما دې ښکلي ساحل ته ماته هغه وګړي را ولېږئ چي بې کوره، بې وسه او بدمرغه دي. ما د زريني دروازې سره خپله ډېوه اوچته کړې ده او د هغو انتظار باسم “.

دا هغه زريني کرښي دي چي امريکايانو د خپلي آزادۍ لپاره خوښي کړي دي، خو موږ عملاً وينو چي دغه سراښ نړۍ خواره او ځناور صفته قاتلان د دغو جملو په خلاف داسي کړني تر سره کوي چي د ټولي نړي امن او سوله ييز ژوند يې د سترو خطرونو سره مخامخ کړی دی. د نړئ په ګوټ ګوټ کي د دې ټولو جګړو، نا آراميو بې وزليو او بدمرغيو تر شا د دوی تورلاسونه دی. دوی تل د آزادۍ د دغي مجسمې له لاسه ډېوه را اخيستې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي اورونه په بلوي، د نړۍ والو په تېره د مسلمانانو شتمنۍ لوټوي، هيوادونه يې ور ورانوي، خلک يې بې وزلي کوي او له پرمختګونو څخه يې راګرځوي چي اوس دادی دغو امريکايانو او د دوی سياسي ګوندونو په خپله خوښه او راويو ورکولو ټرمپ غوندي پانګه مست اورپړاندی، سخت زړه او بې ضميره موردګو زاده، کډومغزی واک ته ورساوه او هغه دادی د نړۍ د يو نيم مليارډ مسلمانانو لومړنۍ قبله، درېيم حرم او ستر تاريخي متبرک مکان د هغو اسرائيلو د غاصب رژیم پلازمېنه کوي چي د ټولي نړۍ د خلکو کرکه ځني کيږي او پر ضد يې ولاړ دي.

نو ای مسلمانو وروڼو !

اوس خو دادی د دې اسلام خرابوونکو اشغالګرانو، زموږ مسلمانانو د دين او دنيا د غلو ماهيت او تور مخونه په ډاګه درته څرګند سول نو :

که د دغو بدمستو او جنايتکارو امريکايانو په مقابل کي ولاړ ياست نوري مو لا هم خپلي ارادې، حوصلې او اتلوالي مبارزې پياوړي، غښتلي او ګړندۍ کړئ.

که په بېله بېله توګه د امريکې پر ضد جنګېږئ، بې اتفاقي پرېږدئ، سره يو سوک سئ او د يووالي دغه سوک د ټرمپ او ټرمپستانو سرونو ته ونيسئ.

که د ټرمپ او د هغو د پلويانو په صف کي ولاړ ياست، هرڅه ژر ځانونه له دې سترملي، اسلامي خيانت او لويي ګناه څخه وژغورئ او د مسلمانو، هيواد پالو مبارزينو ملاتړ ته ور ودانګئ.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم.
د ایرلنډ یو منصف فیلسوف جورج برنارد شاؤ یوه وړوکې رساله لری چه عنوان ئې دی:
” د بشریت راتلونکی دین به فقط اسلام وی”.
نوموړی یو ډېر ځیرک او باریک بین او ظریف شخص ؤ، د آزادی ! د مجسمې په هکله ئې یو وخت وویل:
” بلی هو! زموږ په هیواد کی هم دا رسم او رواج دی چه کله یو ښه ځوک مړ شی نو په یاد ئې مجسمه جوړوو”.
که می وخت وموند یوه ورځ به ددې مجسمې د اسرارو او رموزو او انګېزې په هکله هیښوونکی مطالب خپلو وړونو ته وړاندی کړم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x