نړۍ

پېښور: د چارسدې پر سړک چاودنې درې کسان ووژل او لسګونه نور ژوبل کړل

نن ټکی آسیا: د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د مرکز پېښور ښار ته څېرمه د چارسدې بازار له فاروق اعظم چوک سره نږدې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او له ۳۰ زیات نور ټپيان دي.

ویل کېږي، چې چاودنه د پولیسو له موټر سره خوا کې په ولاړ موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو انفجاري موادو له کبله را منځته شوې.
ټپیان دا مهال د پېښور په لیډي ريډنګ روغتون او د چارسدې په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د روغتون د چارواکو په خبره، په ټپیانو کې پولیس هم شامل دي او د ډېرو حالت د اندیښنې وړ دي.
له پېښي وروسته امنیتي ځواکونه سېمي ته رسېدلې او سېمه تر محاصره لاندې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x