افغانستان

سرپل : قومندان کریم او ۴۰ عسکر يې طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د سرپل ولايت د سنګچارک ولسوالۍ يو تن مشهور قومندان رئيس کريم له خپلو نژدې ۴۰ سرتيرو سره طالبانو ته تسليم شوی.

رئیس کريم د سنګچارک ولسوالۍ د تبر نومي سيمي ستر او واکمن شخص بلل کيږي.

طالبانو ته د رئيس کريم او ۴۰ مسلحو عسکرو د تسليمي مراسم د لويي غونډي په ترڅ کې تر سره شوي.

د سرپل ولايت دولتي چارواکو د رئيس کريم د تسليمي اړوند څه نه دي رسنیز کړي.

طالبان وايي د نوموړي قومندان او عسکرو د تسليمي په پايله کې تبر سيمه په بشپړ ډول د (اسلامي امارت) تر ولکې لاندي راغلې ، دوی وايي تسليم شوي قومندان عهد کړی چې د ژوند تر پايه له طالبانو سره اوږه پر اوږه وسله وال مقاومت ته ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x