افغانستان

وکیله: د ولسي جرګې منشي یو وزیر ته ۶۲ رایې ټولې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې یوه غړې وايي، د دې جرګې منشي د یو نوماند وزیر لپاره د معاملې له مخې د ۶۲ وکیلانو رايې ټولې کړې وې.

فرشته امیني وايي، عبدالقادر ځاځي وطندوست یو نوماند وزیر ته د خپل څو خپلوانو د مقررولو لپاره د ۶۲ وکیلانو نوملړ سپارلی چې ټولې رايې به د هغه وي.

وړمه اوونۍ ولسي جرګې دوولسو ور پېژندل شویو نوماند وزیرانو ته رایې ورکړې، چې یوازې د کانونو او پيټرولیم نوماند وزيرې نرګس نهان پکې د تایید رایې تر لاسه نه کړې.

فرشته امیني وايي، د وکیلانو رایې د نوماند وزیرانو لپاره د معاملو پر اساس وې، چې پخپله عبدالقادر ځاځي د یو نوماند وزیر لپاره له دوه شپېتو وکیلانو ژمنې اخیستې وې چې باید رايې هغه ته ورکړې.

وطندوست د نوموړې څرګندونې بې اساسه بولي او د ولسي جرګې اداري پلاوي ته يې ویلي، که نوموړې شواهد او اسناد وړاندې نه کړي، نو باید قانوني چلند ورسره وشي.

تر دې وړاندې هم ګڼو وکیلانو یو پر بل د فساد تورونه لګولي دي، خو اطلاعاتو او کلتور وزارت مستعفی وزیر عبدالباري جهاني بیا په لیکلې بڼه وویل، وکیلان د معاملو پر اساس نوماند وزیرانو ته رايې ورکوي.

نوموړي د لیکنې په یوه برخه کې د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر په کور کې مېلمستیا یاده کړې چې پکې يې له نوماند وزیرانو په زغرده د معاملې هوکړه اخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x