افغانستان

معنوي: ښاغلی حکمتیار اروايي ناروغ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي، ښاغلی ګلبدین حکمتیار اروايي ناروغ دی.

نوموړي چې په پنجشیر کې یوې ناستې ته د «ورورولي اوونۍ» په مناسبت خبرې کولې، په خوست کې يې د ګلبدین حکمتیار خبرې وغندلې.

حکمتیار په خوست کې د لويې پکتیا پر اوسېدونکو غږ وکړ، چې د خپل جغرافيوي موقعیت په اندازه باید په حکومت کې برخه وال واوسي.

هغه پر ځينو قومونو هم تبصرې وکړې، چې به وينا يې ګډ حکومت له برخې محروم کړي دي.

فضل احمد معنوي پخپلو خبرو کې حکمتیار خپل سیاسي رقیب یاد کړ، خو افسوس يې ښکاره کړ، چې له لونګۍ، ږېرې او قراني مطالعې سره سره بیا هم تبعیض امیزه څرګندونې کوي.

نوموړي د حکمتیار خبرې نفاق اچوونکې وبللې او ويې ویل، «هغه خدای وهلی، خلک باید د خدای وهلیو خبرو ته غوږ ونه نیسي.»

اجراییه ریاست هم تېره ورځ د حکمتیار پر څرګندونو تبصره درلوده او هغه يې د ملي یووالي ضد څرګندونې بللې وې.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ناسته کې د حکمتیار څرګندونو ته په اشارې وویل، د داسې توپیري او نفاق اچونکو خبرو له لارې څوک خپل هدف ته نشي رسېدلی.

ګډ حکومت د حکمتیار له جګړې لاس په سرکول او د حکومت سیوري ته راتلل خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو د لا هم د حکمتیار ټوپک اېښودو پر جګړه ييز وضعیت کوم اثر نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

حکمتیار که پدی پوهیدای چی دا دا خبری چی نوموړی یی د چا پرضد کوی همدا خبری د هغوی په ګټه تمامیږی نو دنیا به ګل او ګلزار وه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x