نړۍ

امريکايي محکمه:د بې پيلوټه بريدونو اسناد دې په ډاګه شي

نن ټکی اسيا: يوې امريکايي محکمې عدليه وزارت ته امر کړی، چې هغه پټ اسناد دې په ډاګه کړي، چې دکوم په دليل امريکايي ځواکونه له هيواده د باندې د تروريزم په نوم خلک وژني.

د نيويارک د محکمې يو درې کسيز هيئت ويلي، چې ولسمشر او نور پوځي چارواکي اړ دي، چې د وژل شويو کسانو په اړه پټ اسناد ولس ته وړاندې کړي.
د امريکا د ازادي غوښتونکو په نوم يوې ډلې محکمې ته ويلي، چې امريکا دې هغه اسناد په ډاګه کړي، چې د کومو له مخېحق ورکوي، چې پرديو هيوادونو کې دې خلک و وژني.

۲۰۱۱ م کال يمن کې د امريکا بې پيلوټه بريد کې درې امريکايان وژل شوي وه او له همدې پيښې وروسته د اوباما پر خلاف محکمه کې دعوه دايره شوې او پرون دغې محکمې د اوباما ادارې ته امر وکړ، چې بايد هغه اسناد ټول ولس ته وړاندې کړي، د کومو له مخه چې امريکايي عسکرو له هيواده د باندې خلک وژلي يا يې وژني. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x