
جوزجان: قوش تېپه او درزاب ولسواليو کې داعشيان لیدل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جوزجان ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په قوش تېپه او درزاب ولسواليو کې داعشي وسله وال لیدل شوي دي.
د درزاب ولسوالۍ ولسوال بازمحمد داور وايي، د وسله والو په لیدلو د سیمو خلکو کورونه پرېيښي او له سیمې وتلي دي.
داور ازادۍ راډيو ته دعوه وکړه چې د دې ولسوالۍ ګڼ کلي داعشیانو نیولي دي، خو نه يې دي ویلي، چې له کومې لارې دې ولسوالیو ته تللي دي.
د درزاب ولسوالۍ ولسوال په داسې حال کې دا معلومات رسنیز کوي، چې تېره ورځ ځينو رسنیو په افغانستان ته د بهرنیو داعشي جنګیالیو د تګ خبره وکړه.
که څه هم فرانس پریس اژانس افغانستان ته په عراق او سوریه کې د ماتې خوړلیو داعشیانو د تګ خبره کوي، خو افغان سیاسي شنونکي بیا داعش د امریکا، پاکستان او افغان استخباراتو ګډه پروژه بولي.
د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر د دې ډلګۍ له پیدا کېدو سره جوخت دعوه وکړه چې نوموړی په لاس کې داسې شواهد لري چې په ډاګه کوي داعشي وسله وال د حکومت او پاکستان ګډه لوبه ده.
نوموړي تېره اوونۍ د کندهار په لویه غونډه کې هم د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعشي او طالب ځواکونو تر منځ جګړې په اړه حکومت ملامت کړ، چې د طالبانو پر لیکو بمبار کوي او په لوی لاس غواړي د داعش پر وړاندې طالب کمزوری کړي او سیمې داعش ته په ګوتو ورشي.