افغانستان

د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد طرحه لاسلیک شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د برېښنا د لېږد طرحه لاسلیک شوه.

د  ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا څخه او پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د برېښنا لېږد طرحه له دوو هندي شرکتونو سره لاسلیک شوه.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د تاجکستان او قرغزستان صادراتي برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، چې ټول لګښت یې د اسیا پرمختیايي بانک ورکوي.

پر دغه طرحه ۲۳۵ میلیونه ډالر لګښت راځي او په درېیو کلونو کې به بشپړه شي.

د خبرپاڼې له مخې« د لومړۍ برخې قرارداد د ۷۶،۹ میلیون ډالرو په ارزښت KPTL کمپنۍ سره، همداراز دویمه برخه یې د ۸۵،۴۳ میلیون ډالرو او درېیمه برخه یې د ۷۲،۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت له KEC کمپنۍ سره لاسلیک شوې چې ټولې پیسې یې د نړیوال بانک له بلاعوضه مرستو ورکول کېږي او عملي کار به یې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په میاشت کې پیل او د درې کلونو په موده کې  بشپړ شي.»

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې لین  د افغانستان په خاوره کې په خپل مسیر کې د افغانستان  شمال  ختیځ ، شمال او ختیځ کې له ۶۰۰ کلیو، ۲۳ ولسوالیو او ۶ ولایتونو څخه تېرېږي او د  ۱۵۲۰۰۰ کورنیو پر ژوند به چې د  مسیر په اوږدو کې یې اوسېږي مستقیم اغېز ولري.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه  یا د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد لین شاوخوا ۷۶۵ کیلومتر اوږدوالی لري چې ۵۶۳ کیلومتره یې له افغانستان څخه تېرېږي او په دریو برخو کې د افغانستان په خاوره کې تطبیقېږي.

تر اوسه معلومه شوې نه ده چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې په پلي کېدو به افغانستان ته څومره برېښنا ورکړل شي؛ خو چارواکي هیله من دي چې د زرګونه خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا مزي به له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان شمال شېرخان بندر ته او له هغه ځایه به کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ته او له دې ځایه به پر ډيورنډ کرښه د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته ورسي.

د افغانستان اوسمهال ډېره برېښنا وارداتي ده، چې د ژمي په موسم کې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x