fbpx

غزني: د اردو ۸ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی، چې ۲ سرتېري پکې وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د نوري په خبره، د مقر ولسوالۍ په لړم سیمه کې هم طالبانو د اردو پر پوسته برید کړی، چې د اردو ۱ سرتېری پکې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دی وايي، په دواړو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د غزني په دواړو ولسوالیو کې نښته تایید کړې.
د مجاهد په خبره، د اندړو ولسوالۍ د ناني سیمې پوسته یې په بشپړ ډول نیولې ده او د اردو لس عسکر یې وژلي دي.

طالبان د یوه ټانک او د نورو سپکو او درنو وسلو د نیولو خبره هم کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د