شعـــــرونه

غزل/ مفکر رښتین

مفکر رښتین

ما وغوښتې دلبره ته له خدایه هغه ورځ
په ټولو کي معلومه ده له ورایه هغه ورځ

چي ستابه پکي وکړمه دیدن کنه جانانه
راځه په رمازه کي راته ښایه هغه ورځ

د زړه ټول ارمانونه به په یو کچکول کي کیږدم
بس یو یو راته ته په مینه وایه هغه ورځ

په زړه کي مي اوسیږې ته زما د زړه همراه یې
بس ځو به یو له بل سره همرایه هغه ورځ

که کله دې رقیب ته هم په تریو تندي کتلو
کوشش کوه چي ما درسره بیایه هغه ورځ

سپرلی به وي سحرا ته به روان غاړه په غاړه
غاټول به دي اوربل کي ږدم اشنایه هغه ورځ

چې کله د رښتین او د غماز ترمیان سیالي وي
ته واچوه رښتین صندوق کي رایه هغه ورځ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x