افغانستان

طالبان: د ولایتي مسؤولینو په شهادت به زمونږ حوصلې لا پياوړي شي

نن ټکی اسیا:  د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي “د دوی دوه قومندانان چي د ولایتونو په سطحه مسؤولین وو،  په شهادت رسیدلي” او زیاته کړې: ” چې په دې سره به ددوی حوصلې لا پياوړي شي”.

 د طالبانو د اعلامیې اصلي متن:
——————————————————————
بسم الله الرحمن الرحیم

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هلمندولایت دګرمسیر په ولسوالۍ کې داسلامي امارت نومیالی قومندان دکندهار ولایت دجهادي چارو مسول ډاکتر عبدالواسع عزام له دښمن سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسید. همداراز تردې له مخه د دښمن په بزدلانه هوايي برید کې د کنړ ولایت د جهادي چارو مسول قهرمان قومندان مولوي نور قاسم حیدري دکنړپه ولایت کې دشهادت لوړ مقام ته ورسید.

انالله وانا الیه راجعون .

د اسلامي امارت رهبري شوری دیادو شهیدانو د شهادت له امله دنوموړيو کورنیو او ټولو مجاهدینو ته دتعزیت او تسلیت لوړ مراتب وړاندي کوي ، نوموړيو ته دالله ج له درباره د جنت الفردوس او پاته قریبانوته یې د صبر جمیل او عظیم اجر غوښتنه کوي.

قهرمان شهید مولوي نورقاسم حیدري او نامتوغازي ډاکتر عبدالواسع عزام دجهاد په لار کې نه ستړی کیدونکي خدمتونه او بې ساري قربانۍ تر سره کړې . چې اسلامي امارت او ټول مجاهد ولسبه دتل لپاره ورباندې ویاړي.

نوموړیو شهیدانو دپخواني جهاد پرمهال ،داسلامي امارت د حاکمیت په وخت او دیرغلګرو صلیبیانو پرخلاف اوسني جهاد کې په ډیرو ستونزمنو شرائطوکې د هیواد په بیلا بیلو برخوکې مهم جهادي فعالیتونه ترسره کړي.

د خدای جل جلاله درضا او د هیواد ددفاع په لاره کې شهادت د اسلامي امارت د ټولو لوړرتبه چارواکو او عادي مجاهدینو د ژوند ترټولو ستر آرمان او دهمدغه آرمان د تحقق لپاره د جهاد مرچلونوته راوتلي دي.

مونږ ټولو دا هوډ کړی چې دژوند تر وروستۍ سلګۍ به د یرغلګرو پرخلاف جهاد کې د خپل ولس ترڅنګ پاتي کیږو، که په دې لاره کې شهیدانیږو د امو افتخار او که پر دښمن غالب کیږو هغه مو دجهادي لاري بریاده، شهادت او بریالیتوب دواړه الهی تقدیر او دجهاد دلارې له تلازماتو څخه دي . دجهاد په سنګرونوکې زمونږ دجهادي چارواکو شهادت د دې ښکارندوی دی چې د اسلامي امارت چارواکي د خپلو جهادي پلانونو د پلي کولو لپاره تر عادي مجاهدینو له مخې د جبهې په لومړیو کرښوکې قرار لري او د یرغلګرو پرخلاف جهادي مقابله هم پرهمدې روحیه پرمخ وړي.

مونږ په دې باورلرو چې د شهید ډاکټر عبدالواسع عزام ،شهید مولوي نورقاسم (حیدرې) رحمهما الله او نورو جهادي چارواکو او مجاهدینو شهادت به زمونږ دمجاهدینو دجهادي عزم د لا پیاوړتیا لامل ګرځي او د همدې کلک جهادي عزم په لرلوسره به د خپل هیواد ترخپلواکي او په هغه کې د اسلامي حاکمیت د پلي کیدو لپاره خپل جهاد ته ادامه ورکوو .

الله تعالی دي په دې سپیڅلې لارکې مجاهدین بریالی او دټولو شهیدانو شهادت په خپل دربارکې قبول وګرځوي.

د اسلامي امارت رهبري شوری

۲۲/۶/۱۴۳۵ ه ق

۲/۲/۱۳۹۳ ه ش

۲۲/۴/۲۰۱۴

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x