نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز تر منځ په دوهمه ۵ ورځینۍ لوبه کې نیوزيلنډ ویسټ انډیز ته په ۲۴۰ منډو ماتې ورکړه، او سیالۍ جام یې په ۲-۰ خپل کړ.
یاده لوبه د نیوزیلنډ په کوربه توب د همیلټن ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې له دې وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز لوبډلې د نیوزیلنډ پر وړاندې په یوه پاڼۍ او ۶۷ منډو ماتې خوړلې وه.
ویسټ انډیز له ډیرې مودې راهیسې په ټيسټ لوبه کې ښه نه ځلیږي چې د غوراوي کمیټۍ یې د کمزوری لاملی ښودل کیږي، خو په شل اوریزو لوبو کې له مخکښو لوبډلې څخه ده.
د یادونې وړه ده چې ویسټ انډیز د نیوزيلنډ په وړاندې دوه ټیسټ، درې یو ورځینۍ او درې شل اوریزې لوبې لري.