fbpx

چارواکي: طالبانو دشت کلا ولسوالۍ کې درې پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تخار امنيتي مسئولين وايي، طالبانو په دشت کلا ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو درې امنيتي پوستې او څو کلي نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير وايي، تېره شپه طالبانو په باغ پاين سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل، په ترڅ کې يې درې پوستې او ياده سيمه ونيوله.

زياتوي، په دغه جګړه کې يو سيمه ييز پوليس او يو طالب وژل شوی او دوه پوليس ورک دي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي، په سيمه کې جګړه نه ده شوې او امنیتي ځواکونو بغير له کوم مقاومته د باغ پاين، لب سرک، خيراباد او غار تېپې سيمې خوشې کړي او د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبانو د بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، په دشت کلا ولسوالۍ کې يې پنځه کلي او درې پوستې له دولتي ځواکونو نيولي دي.

د هغه په وينا، په جګړه کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور پوليس طالبانو ژوندي نيولي دي.

دغه راز طالبانو په يوه جلا خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ، د ګورتپې ستراتيژيکه سيمه او لس پوستې يې نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په جګړه کې څلور اربکيان وژل شوي درې ټپيان دي او پاتې نور له سيمې څخه تښتېدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د