
مشرانو جرګه: د خیرخانې پېښې عاملین دې اعدام شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مشرانو ځینې غړي وايي، چې د کابل د خیرخانې پېښې عاملین دې په عام محضر کې اعدام شي.
د تېرې جمعې په شپه په خیرخانه کې د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې، ماشومان او دوه مېلمانه هم پکې وو، د نامعلومه وسله والو له لوري ووژل شول.
د کابل پولیسو تېره ورځ خبر ورکړ، چې د دغو لسو تنو د وژنې په تور یې درې تنه نیولي او اوسمهال پوښتنې ترې روانې دي.
دوی ویلي وو، چې تورن کسان یې د کابل ـ بغلان لویې لارې په اوږدو کې نیولي او اوسمهال تر څېړنې لاندې دي.
د مشرانو جرګې غړیو نننۍ ناستې ته وویل، د نورو د عبرت لپاره باید دغه کسان په عام محضر کې اعدام شي.
په مشرانو جرګه کې د کاپیسا استازي محی الدین منصف نننۍ ناسته کې د نیول شویو د اعدام غوښتنه وکړه او د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو یې وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.
د منصف سربېره د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزیادر، محمد عظیم قویاش، محمد اصف صدیقي، لیلما احمدي او نورو غړیو هم ورته نظر درلود او د قاتلینو د اعدام غوښتنه یې کوله.
د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې نامعلومه وسله والو د یوې کورنۍ اته غړي او دوه مېلمانه وژلي وو او له وژنې وروسته تښتېدلي وو.
د دې پېښې علت تراوسه نه دی په ډاګه شوی؛ خو ډېری داسې پېښې د پخوانیو دښمنیو له امله کېږي.