
د افغانستان د خلاصون لارې شورا: طالبان سوله کوي؛ خو حکومت د سولې واک نه لري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د خلاصون لارې شورا غړي وايي، د سولې اوسنۍ عالي شورا حکومتي ده او د حکومت له اجازې پرته څه نه شي کولی.
د دغه شورا غړي وايي، چې د شته ستونزو د حل لپاره یې د ټول هېواد په کچه سلا مشورې کړي او په ځینو برخو کې یې طالبانو ته هم قناعت ورکړی؛ خو د سولې په برخه کې پر حکومت باور نه شي کولی.
د خلاصون لارې شورا مشر سیداکبر اغا وايي، د سولې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي؛ ځکه په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنه، د بهرنیو نظامي ځواکونو شتوالی او د څو محدودو اشخاصو ګټې د سولې مخنیوی کوي.
د اکبر اغا په خبره، د سولې شورا دې د سولې په بهیر بدله شي، نه دا چې یوازې بودیجه مصروفوي او بې ځایه لګښتونه کوي.
دی وايي، د خلاصون لارې شورا غړیو له ۳۴ ولایتونو خلک راغوښتي او له سلا مشورو وروسته لاندې پرېکړو ته ورسېدل.
۱ – د بهرنیو نظامي ځواکونو شتون او د ځینو ګاونډیانو مداخله؛
۲ – د قانون عدم حاکمیت ؛
۳ – اداري فساد او ټولنیزه بې عدالتي؛
۴ – علمي، اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي کمزورتیا؛
۵ – د ملي یووالي نه شتون ؛
۶ – پر طبعي زېرمو کشمکش؛
دوی د جګړې دواړو ښکېلو اړخونو ته د اوربند وړاندیز وکړ او پر بین الافغاني تفاهم یې ټینګار وکړ.
د سولې عالي شورا ۸ کاله مخکې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې جوړه شوې؛ خو تراوسه یې ستره لاسته راوړنه د حزب اسلامي سره سوله یادېږي.
طالبانو په خپلو پخوانیو اعلامیو کې ویلي وو، چې د یوه بهرني عسکر په شتون کې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او د بهرنیانو وتل او یا د نړیوال تضمین په صورت کې له حکومت او امریکا سره خبرو ته چمتو دي.