باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي؟ – ویډیو او انځور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې د روسي عسکر له لوري د بشار الاسد د مخنیوي ویډیو خپره شوې، چې په لنډه موده کې زیات انتشار پیدا کړ او ددغه پاڼو فعالانو وویل: ددې لپاره چې پوهه شئ چې په اوس زمانه کې باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي، لاندي ویډیو وګورئ.

د روسیې ولسمشر پوتین چې د سوریې هیواد ته په یو ناڅاپي سفر تللی وو، د دغه هیواد ولسمشر بشار الاسد چې واک یې روسي او ایراني ځواکونو ورته وساته او مخالفین یې (تش په نوم ولسمشر) بولي، په خپل هیواد کې په یوه پوځي اډه کې د روسي عسکرو له لوري درول کیږي تر څو په پوتین پسي ورنه شي.

ویل کیږي چې هغه پوځي اډې ته ددې لپاره غوښتل شوی وو تر څو د پوتین سفر ته اهمیت ورکړي، خو د نوموړي تر څنګ یو بل مسؤول غوښتل شوی وو نور ورسره د ولسمشریزي ماڼۍ هیڅ چارواکي نه وه مل. چې عادتا د ولسمشرانو په غونډو کې حضور لري.

د عربي ۲۱ په نامه وېب پاڼې پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، مونږ په دې اړه نه غږیږو چې ولسمشر پوتین د بشار الاسد سره څرنګه تعامل کوي، بلکې خبره پر دې ده چې روسي عسکر د سوریې ولسمشر ته په کومه سترګه ګوري او څرنګه تعامل ورسره کوي..

روسي رسنیو د خپل ولسمشر دغه سفر په ژوندۍ بڼه ښکاره کوی، ځکه دغه اړخ ثبت شو کنه د پردې تر شا څرنګه سلوک ورسره کیږي، په اړه یې مختلفي تبصرې کیږي. ویل کیږي چې روسي او سوریايي رسنیو دغه صحنه بیرته له خپلو ویډیوګانو ایستلې خو نورو رسنیو پر وخت ثبت کړی او ساتلې ده.

ایا دا مونږ ته یوه بله پېښه را یادوي؟

څه موده تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسون افغانستان ته په ناڅاپي سفر راغلی وو او د هیواد دواړه جګپوړي چارواکي – ولسمشر او اجرائیه رئیس- د بګرام هوايي ډګر ته ورغلي وه، خو ددې لپاره چې دا شرم پټ کړي، په عکسونو کې يې ایډیټ کړی وو او د پوځي خوني هغه وسایل یې پټ کړي وه چې دغه راز یې افشا کوی.

اصل انځور:

ارګ خپور کړی – فوټوشاپ شوی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د