fbpx

هلمند کې سلګونه کسانو د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په هلمند کې سلګونه کسانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه وغندله، چې بیت المقدس یې د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړه.

لاریون کوونکو د امریکا له ولسمشر وغوښتل، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي؛ ګنې په ټوله اسلامي نړۍ کې به د امریکا او اسراییلو پر ضد لاریونونه وشي او د خلکو له توند غبرګون سره به مخامخ شي.

لاریون کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې لیکلي وو، که ټرمپ خپله پرېکړه بېرته وانه خلي، نو د ټول افغانستان په کچه به د امریکا ضد لاریونونه وشي.
دوی ویل، ټرمپ باید د اسلامي نړۍ له مذهبي احساساتو سره لوبې ونه کړي او په دغه ډول پرېکړو کې دې له پوره پاملرنې کار واخلي.

د تېرې جمعې په شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه اعلان کړه، چې له اعلان وروسته یې په ډېرو هېوادونو کې لاریونونه وشول او د خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول.
له دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د امریکا او اسراییلو پر ضد لاریونونه شوي وو او د ټرمپ وروستۍ پرېکړه یې غندلې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د