نړۍ

د امريکا سفيره: د ټرمپ له پرېکړې وروسته مو د اسمان د نسکورېدو وېره وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکي هيلي ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنې پېژندلو سره دوی وېره درلوده، چې «اسمان به راوغورځېږي، خو هېڅ هم ونه شول»

هيلي له سي ان ان تلويزيون سره په مرکه کې د ملنډو په توګه ويلي، چې «پنجشنبه، جمعه، شنبه او یکشنبه ورځې تېرې شوې، خو اسمان لا هم ولاړ دی او رانسکور نه شو.»

هغې زياته کړه «د ځينېو بشري طبیعيتونه داسې دي، چې د ټرمپ پرېکړه غندي، دا ناسم کار بولي، خو موږ چې څه کړي، دا ګټور کار دی او حقیقت همدا دی، چې بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه ده.»

نيکي هيلي ويلي، چې امريکايي حکومت د ختيځ بیت المقدس په اړه ځکه څه نه دي ويلي، چې هغه په ښکاره ډول د اسرائیلو او فلسطينيانو خپلمنځي شخړه ده او «موږ يوازې دا غواړو، چې بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه ده او زموږ سفارت بايد په بیت المقدس کې وي.»

د امریکا استازې لا هم په دې باور ده، چې ټرمپ به د سولې بهير پر مخ بوځي او زياتوي، چې «په اوسني حساس وخت کې د مذاکراتو خبرې پای ته رسوو او هېڅ لوري ته اجازه نه ورکوو، چې د مذاکراتو په چارو کې خبرې وکړي.»

هيلي وويل: «اسرائيل او فلسطينيان اوس کولای شي، چې په خپلو کې سره کيني او د خپلو سرحدونو په اړه له يو بل سره نظرونه شريک کړي.»

د ټرمپ له پرېکړې سره د عربي هېوادونو د مخالفتونو په اړه نيکي هيلي په روښانه توګه وويل، چې «موږ به په دې قضيه کې تر يوه بريده اختلاف ولرو، خو د واشنګټن او عربي هېوادونو ګډ ټکي ډېر زيات دي او د ایران پر ضد د يووالي لپاره موږ له يو بل سره نږدې يو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x