آسيه دمزاحم لور اودفرعون ښځه

Egypt-Cairo-Giza-the-Pyramids-1-BGدمصر خاوره دتارېخ په بهېر کي يو وخت دفراعنه وو تاټوبی پاته شوی دی ، پدې معنا چي هلته ګڼ شمېر فرعونانو واکمني کړي ده چي يو يې هم دموسی فرعون  وو کوم چي قرآنکرېم د هغه دطغيان او جبروت قصې په بېلابېلو مواردو کي ذکر کړي دي ، فرعون ددې کورنۍ دکوم حاکم مشخص نوم نه وو بلکه دا دهمدغي کورنۍ د حاکمانو يو سياسي لقب وو چي هريوه يې ځان فرعون نومولو، دموسی د فرعون نوم  قرآن کرېم ندی مشخص کړی بلکه دهغه قصې يې دعبرت اخېستلو لپاره ذکر کړي دي، دمحققینو او مؤرخينو په قول د موسی د فرعون نوم غالباُ  دوهم رمسیس ښودل شوی چي دخپلي کورنۍ تر ټولو ستر نولسم واکمن وو دې کورنۍ د(1462 او 1288) په مېنځ کي تر میلاد المسیح د مخه په مصر واکمني او حکومتونه کړي دي .
ددې فرعون موميايي لاش اوس هم د مصر د زړو آثارو په نندارتون کي د نندارچيانو دلیدلو لپاره پروت دی او الله تعالی په قرآنکريم کي فرعون ته په خطاب کي فرمايي :
{فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ }يونس92
نو نن ورځ به (وروسته ستا له هلاکته) مونږ ستا بدن وژغورو تر څودخپل وروستي نسل لپاره يوه نښانه شې او بې شکه چي ډېر انسانان زمونږ له نښانو څخه په لاپروايي کي دی .
آسيه دهمدغه فرعون په شاهي ماڼۍ کي له داسي خوشاله او هوسا ژونده برخمنه مېرمن وه چي ګڼ شمېر مېنځي او غلامان يې په چوپړ کي لګيا وو خو مېړه يې سرغړونه وکړه او غوښتل يې چي خلګ ورته د الوهیت عقیده وساتي .
ځکه يې خپل ځان هغوی ته خدای جوړ کړ او دخدايي فرمان يې له خپله قصره صادر کړ.
دا هغه فرعون وو چي دا يې له یاده وتلي وو چي هغه په پیل کي يوه ناولي او ذليل څاڅکی وو… همدغه جابر سره له هغه ټوله ځواکه او واکمنۍ چي لرله يې يوه داسي انسان وګواښاوه چي تر ټولو هغه ته نژدې وه دا دوخت ملِکه ، د هغه مېرمن اودمزاحم لور آسیه وه .
آسيه دنړې له هغو څلورو سترو مېرمنو څخه يوه ده چي د الله تعالی په يووالي يې عقیده لرله… کله چي يې خاوند دهغې د لورسېنګاروونکيه مېنځه دوحدانيت دعقیدې دلرلو په جرم ووژله دخپل مغرور مېړه مخي ته ودرېدله ….. دا هغه سېنګاروونکيه مېرمن وه چي فرعون يې وګواښاوه او ورته ويې ويل چي زما او ستا پروردګار هغه يو ذات دی چي زه اوته او ټول کائنات يې پیدا کړي دي بيا دې دوخت جابر هغه او دهغې بچيان ژوندي په اور کي وسوځول .
دهغه مېرمن آسيه دهغه په دې جُرم سخته خواشیني شوه ځکه چي دا سېنګاروونکيه مېنځه يې دیني او دعقیدې خور وه، او دعقیدې وروروالي او أخوت في الله هغه مقام دی چي دباداري او مېنځي ، حاکم او محکوم تر مېنځ طبقاتي توپېر له مېنځه وړي.
آسيه غوښتل چي د خپلي عقیدې دخور ننګه وکړي ځکه خويې فرعون ته دهغې په هکله وويل:
الويل لك ما أجرأك على الله  فقال لها: ” لعلك اعتراك الجنون الذي اعترى الماشطة؟ ” فقالت: ما بي من جنون ولكني آمنت بالله تعالى ورب العالمين.
تباه شې څومره په الله تعالی ور زړه ور يې، فرعون ورته وويل : فکر کوم ته هم د سېنګاروونکيه مېنځي په رنځ اخته شوي يې؟ آسيه ورته وويل : زه دلېونتوب په رنځ هېڅکله اخته نه يم خو د الله تعالی په وحدانيت چي دټولو موجوداتو پالونکی او معبود دی ايمان لرم.
بيا فرعون خپله خواښیه دآسيه مور راوغوښتله او هغې ته يې وويل :
إن ابنتك قد أصابها ما أصاب الماشطة فأقسم لتذوقن الموت أو لتكفرن بإله موسى، فخلت بها أمها… وأرادتها أن توافق فرعون، ولكنها أبت وقالت: أما أن أكفر بالله فلا والله .
لور دي د سېنګاروونکيه مېنځي په لېونتوب اخته شوي ده زه هوډ خورم چي یا خوبه مرګ څکي او يا به آسيه دموسی په معبود له عقېدې څخه اوړي .
بيا يې مور خپله لور ګوښه کړه او ورته ويې ويل چي دفرعون ومنه خو هغې په ډاګه ډډه وکړه او ويې ويل چي زما دي په الله تعالی قسم وي چي داهېڅکله نشي کېدلای چي د الله تعالی له وحدانيت څخه منکره شم .
دا يو رېښتونی ګواښ وو،  چي دوخت دزبرځواک غوښتنه يې په څټ ووهله، کله چي فرعون د آسيې ټېنګار او دوحدانيت د عقیدې او ايمان لپاره دهغې په ضدي توب باوري شودخپل دربار تالۍ څټي يې راوغوښتل او ورته ويې ويل :
ما تعلمون من آسية بنت مزاحم ؟ فأثنى عليها القوم,  فقال: إنها تعبد رباً غيري فقالوا: ” أقتلها “
تاسو دمزاحم دلور آسيه په هکله څه فکر کوﺉ ؟  هغوی ښه وستايله ، بيا فرعون وويل چي هغه خو له ماڅخه پرته د بل خدای عبادت کوي، بيا دوی ورته وويل چي ويې وژنه .
دا تل دچاپلوسو دربارچيانو عادت وي ، يوڅو ثانيې وړاندي يې هغه ستايله خو بيا ورته وايي چي ويې وژنه، دتاریخ په اوږدو کي دواکمنانو په څنګ کي تل داسي بد مرغه چاپلوسان اوسي چي دخپلو ګټو او دواکمن دخوشاله ساتلو په خاطر سپيني خبري نشي کولای او حق ويل پټوي سبحان الله العظيم .
بيا فرعون خپل ډنډه ماران راوغوښتل ، او دآسيې د تړلو لپاره يې په زمکه کي مېږوي ټک وهل او په ټکنده غرمي او سوځوونکي ګرمي کي يې تر سره لمر لاندي هغه په زمکه څملوله او دهغې لاسونه او پُښې يې په مېږوو پسي ټېنګ وتړل پیا يې دهغې په ملا غټه تېږه کېښوده ، دا مبارک جسم يو وخت داسي وو چي د عزت په مقام کي يې له ډېرو هوسايي بښونکیو پالنګونو او دلوړي بيي له قالینو او فرشونوڅخه خوند اخېست پداسي حال کي چي ډول ډول خوندورخواړه به يې مخي ته پرېمانه آخوا دېخواپراته وو ، خو اوس ترسوځوونکي لمر لاندي په لوڅه ژغلېزه زمکه په مېږوو پوري پداسي حال کي تړلی دی چي يوه لويه ډبره له پاسه ورباندي اېښودلي شوي ده .
زه پدې ځای کي خپلي مسلماني خورته دا وايم چي دآسيې دپرون هوسا ژوند او دنن شکنحه دا دواړه حالتونه يوله بل سره مقايسه کړی، کاش د فرعون تعذيب پدې ځای کي بس شوی وای هغه خپلو پوليسو ته وايي يوه لويه ډبره ولټوﺉ او هغه ورباندي واچوﺉ که آسیه له خپلي عقېدې وګرزي زما مېرمن ده ، هغه ددې مسلماني مېرمن له شکنجه کولو څخه خوند اخېست او داتل د وخت دواکمنانو ځانګړتيا وي چي دبېګناه انسانانو له شکنجه کولو څخه خوندونه آخلي .
پدې وخت کي آسيه د الله تعالی په وړاندي خپل هغه مقام ولېد کوم چي دهغې لپاره په جنت کي چمتو شوی وو قرآنکريم دهغې خبره نقلوي چي داسي يې وويل :
{وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ }التحريم11
او الله تعالی د مؤمنانو لپاره د فرعون دمېرمني مثال يادوي کله چي يې وويل اې زما ربه ماته له تاسره په جنت کي کور جوړ کړه او ما له فرعونه او دهغه له کړنو خلا صه کړې او د ظالمانو له ډلي نجات راکړې.
الله تعالی د آسيې له سترګو پردې لېري کړې او په جنت کي يې د هغې لپاره تيارشوی مېلمستون ورته وښودځکه خو هغه په موسکا شوه او خوشاله شوه ، فرعون دا هرڅه کتل او خپلو اوباشانو ته يې وويل:
ألا تعجبون من جنونها؟ إنا نعذبها وهي تضحك
آیا تاسو دهغې لېونتوب ته هک پک نه یاست، مونږ يې شکنجه کوو او دا خاندي بيا يې يوه ستره تېږه ورباندي وغورځوله خو پدې وخت کي الله تعالی د هغې روح اخېستی وو او دډبري خوږ يې ځکه احساس نکړ چي هغه يې په بې روحه بدن پرېوتي وه، دا د دې مسلماني مېرمني ایماني درېځ وو چي وړانګو يې د هغې زړه نوراني کړی وو.
دايوازينۍ ښځه ده ، چي په جسماني لحاظ کمزوري او بېوسه ده، په خپل قصرکي هوسا او ډاډمن ژوند تېروي، خو يو داسي جاهلي واقعیت ګواښوي چي مخکښ يې د هغې خاوند دی، له شاهي ماڼۍ  څخه راوځي،  له پستو قالینو څخه تېرېږي،  هوسا ژوند ته شاکوي، مېنځي ، چپړاسيان او غلامان پرېږدي او دایمان او په الله تعالی دعقیدې غوښتني مني، شکنجې او تعذیب ته په وېړه ټنډه هرکلی وايي خو له عقیدې لاس نشي اخېستلای ځکه خو ددې وړ وګرځېدله چي الله تعالی يې قصه په قرآنکرېم کي ذکر کړي او د مسلمانانو لپاره يې دثُبات او استقامت ژوندی مثال وړاندي کړي.
{وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتاً فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ }التحريم11
او الله تعالی د مؤمنانو لپاره د فرعون دمېرمني مثال يادوي کله چي يې وويل اې زما ربه ماته له تاسره په جنت کي کور جوړ کړه او ما له فرعونه او دهغه له کړنو خلا صه کړې او د ظالمانو له ډلي نجات راکړې.
مفسرين ددې آیت کريمه په تفسير کي ليکی چی هغې تر کور له مخه ګاونډی غوره کړ ځکه خو ددې حقداره شوه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې دهغو مېرمنو په ډله کی یاده کړي چاچي د کمال او بشپړوالي مقام تر لاسه کړی دی.
عن أبي موسى رضي الله عنه ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” كمل من الرجال كثير ، ولم يكمل من النساء : إلا آسية امرأة فرعون ، ومريم بنت عمران ، وإن فضل عائشة على النساء كفضل الثريد على سائر الطعام (صحيح البخاري)
أبو موسی الأشعري رضي الله تعالی عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په نارېنه وو کي ګن کسان دکمال حد ته رسېدلي دی خو په مېرمنو کي دا مقام يوازي د فرعون مېرمني آسیة او د عمران لور مریم تر لاسه کړی دی او عایشة په نورو مېرمنو دومره غوره ده لکه دشوروا ډوډۍ چی په نورو خوړو غوره وی .
آسيه هغه دوهمه ډېوه وه چي دفرعون دقصرتيارې يې رڼا کړې اوس به ددې وخت تيارې څوک رڼاکوي چي دصبر ، ثبات او د الله تعالی لوري ته د بلني ډېوې بلي کړي .
نشان مرد مؤمن باتوګويم                              چو مرګش ميرسد خندان بميرد
د مؤمن د ايمان نښه داده چي کله مړ کېږي موسکا وي  او خاندي او لاندي حدیث ددې مفهوم غوره شاهد دی .
عن عبادة بن الصامت ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” من أحب لقاء الله أحب الله لقاءه ، ومن كره لقاء الله كره الله لقاءه ” قالت عائشة أو بعض أزواجه : إنا لنكره الموت ، قال : ” ليس ذاك ، ولكن المؤمن إذا حضره الموت بشر برضوان الله وكرامته ، فليس شيء أحب إليه مما أمامه ، فأحب لقاء الله وأحب الله لقاءه ، وإن الكافر إذا حضر بشر بعذاب الله وعقوبته ، فليس شيء أكره إليه مما أمامه ، كره لقاء الله وكره الله لقاءه (صحيح البخاري)
عبادة بن صامت رضي الله تعالی عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:څوک چي د الله تعالی دلېدلو مینه لري الله تعالی له هغه سره مخامخ کېدل خوښوی اوڅوک چي دالله تعالی له ليدلو څخه کرکه کوي الله تعالی دده له ليدلو څخه نفرت کوی، عايشې ياکومي بلي مېرمني ورڅخه پوښتنه وکړه چي مونږ خو يو هم مرګ نه خوښوو ، رسوالله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خبره داسي نه ده بلکه کله چي د مسلمان دمړیني وخت راشي بيا ورباندي دالله تعالی دخوښۍ او نازوني زېری وشي نو هغه ته بيا بل هېڅ شی تر هغه څه غوره نه وي کوم چي يې مخي ته وي بيا هغه دالله تعالی دليدلو تږی وي او الله تعالی  له ده سره مخامخ کېدل غواړي او کافر دمړیني په وخت کي د الله تعالی دعذابونو زېری تر لاسه کوي بيا هغه تر هغه څه چي مخي ته يې وي بل هېڅ بد نه ګڼي ځکه خو بياهغه د الله تعالی له ملاقات څخه کرکه کوي او الله تعالی د هغه مخامخ کېدل  نه خوښوي .

ليكنه: ابو خليل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.