افغانستان

د پروان ولايت مرکز چاريکارو بازار کې چاودنې ۱۷ ملکي وګړي ټپيان کړل

 

نن ټکی اسيا: نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې هغه مهال د چاريکارو مرکز بازار کې چاودنه وشوه، چې ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېر وه.
ويل کيږي، چې چسپکي ماين د محلي پوليسو رينجر کې ځای پر ځای شوی و، چې د چاودنې پر مهال يې ۱۷ تنه ټپيان کړي دي.
د پروان ولايت وياند وحيد صديقي وايي، چې ياد رينجنر د غوربند ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز چاريکارو ته راغلی و، چې د چاودنې ښکار شو.
د پروان ولايت چاواکي وايي، چې ټپيان د چاريکارو ملکي روغتون ته ليږدول شوي، چې د اتو تنو روغتيايي حالت ي د انديښنې وړ دی.
د پيښې مسؤوليت تر اوسه هيچا ندی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x