افغانستان

په کندوز کې زرګونو کسانو د امریکا او اسرائيلو پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کندوز ولايت د چهاردرې او علي اباد ولسواليو زرګونو کسانو د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې بيت المقدس يې د اسرائيلو پلازمېنه پېژندلې ده.

له کندوز څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې د علي اباد او چهاردې ولسواليو له څلورو تر پنځو زرو کسانو د امریکا پر ضد لاريون وکړ، سپين بیرغونه يې په لاسونو کې وو او د طالبانو په ملاتړ يې د امریکا پر ضد د وسله‌ وال پاڅون اعلان وکړ.

لاريونوالو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد د دښمنۍ ښکاره بېلګه وبلله او پر ټولو مسلمانانو يې غږ وکړ، چې د امریکا او اسرائيلو پر ضد ټوپک ته لاس کړي او هر ځای د امریکا له لوري پر مسلمانانو د روانو ظلمونو مخنيوی وکړي.

د افغانستان سربېره د نړۍ په ګڼو برخو کې د اسرائيلو په ملاتړ د امریکايي ولسمشر ټرمپ د پرېکړې پر ضد په ولسي او حکومتي کچه پراخ مخالفتونو او لاريونونه شوي دي.

د اسلامي نړۍ سربېره په امریکا، اروپا، روسيې او نورو هېوادونو کې د نورو مذهبونو پلويانو هم د ټرمپ پرېکړه د عدالت او د فلسطينيانو په حق کې تېری بللی او غوښتنه يې کړې، چې امریکا بايد د اسرائيلو د ملاتړ پرېکړه بېرته واخلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x