شعـــــرونه

درد د مینې

غزل / الهام

دسحرزړه چې اذان څیري نکړي،
درڼاغشوکې تورتم نه اخلي

چې ځان شهیدنکړي زموږپه مینه
هغه ښکلا زموږ دچم نه اخلي

چې له ترخو خاطروبحث ونکړي
داسې هنر زموږ قلم نه اخلي

جنایت وکړي بیابښه غواړي
دوحشت پړه په غاړه هم نه اخلي

دیتیم سترګوکې چې اوښکې وینو
زمونږه سترګې ورنه نم نه اخلي

اوس مې دمینې نه توبه اېستلې
اوس مې زړګی دښکلوغم نه اخلي

دومره اثربه څه ناڅه پې کوي،
خودرددمینې داسې سم نه اخلي

بیادې په برېتوګوتې نه تاووي
دننګ ډګرته چې قدم نه اخلي

کسات موهم داسې طالب الهامه
قدم په لورې دطورخم نه اخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x