افغانستان

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني نن ماښام د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته تللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني به سبا ته په خپله وینا کې د امریکا له لوري د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحده ایالاتونو د سفارت د لېږد په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو لید لوری او اندېښنه بیان کړي.

له ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار فضل محمود فضلي او د رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لیندۍ پر ۱۵مه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر وکړ، چې له تل ابیب دې د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي.

د امریکا د ولسمشر د دغه اعلان وروسته د افغانستان په ګډون د نړۍ په جلا ـ جلا هېوادونو کې لاریونونه وشول او د ټرمپ نوې پرېکړه یې وغندله.

د ملي یووالي حکومت هم د امریکا نوې پرېکړه غندلې وه او له ټرمپ یې غوښتي وو، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x