خبرونه

کابل: د «ملي یووالي» جبهې د رهبري شورا غړی، انجینر عبیدالله سیرت په حق ورسېد

انجنير عبیدالله سیرت د اسلامي حزب پخواني مرستيال اود ملي یووالي جبهې غړي له دنيا سترګې پټې کړي.
انجنبیر عبیدالله سیرت د ملي يووالي او بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهې غړي پرون ورځ له فاني دنيا څخه سترګې پټې کړي.
انجنير عبیدالله سیرت چې د جهاد په وختونو کې د اسلامي حزب د نظامي چارو رئيس او وروسته وخت کې د اسلامي حزب مرستيال پاتي شوی وو، د صبر، زغم، تواضع او اخلاقو نمونه وه.
په وروستو وختونو کې په کابل کې اوسيدی، له ډیرو زياتو ډول ډول ستونزو سره مخ او ستونزمن ژوند يې درلود، کله چې د ملي يووالي او بهرنيو آډو سره د مخالفت جبهه جوړه شوه، د جبهې د مؤسسینو غړو څخه يو هم انجنیر عبیدالله سیرت ؤ.
د زړه له ناروغي څخه کړیدی، څو مياشتي مخکې د ترکيې هیواد ته د تداوي له پاره تللی ؤ، د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانيدی چې وړ او مناسبه تداوي وکړي، له ترکيې څخه له راګرځيدو وروسته د ژمي د پاتې یخ موسم په وخت کې په ننګرهار کې استوګن وو، نږدې يوه مياشت کيږي چې کابل ته راغلی وو، يوه اونۍ مخکې يې هم د ملي يووالي او بهرنيو آډو سره د مخالفت جبهې د اجرائیه شورا په غونډه کې ګډون درلود، هغه تل په دي هڅه کې وو چې څه ډول افغانان وکولای شي په افغانستان کې يرغل ختم او په هیواد کې يو افغان شموله اسلامي حکومت جوړ شي.
پاتي دي نه وي، انجنير عبیدالله سیرت په کابل کې د اسلامي حزب د يوې ښاخي سره هم همکاري نه درلودله، او د هغوی اوسنۍ تګلارې چې د بهرنيانو په شتون کې يې په مخ وړلي ورسره مخالف وو.
د ملي يووالي او بهرنيو آډو سره د مخالفت جبهې  د اجرائیهد شورا، عالي شورا، او جبهې غړي مرحوم انجنير عبیدالله سیرت ته د لوی الله ج څخه د جنت الفردوس غوښتنه کوي، روح دي خوشاله او ارام وي.
انا لله و انا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x