افغانستان

ننګرهار کې ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ څلور کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): امریکايي او دولتي عسکرو تېره شپه د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍکې د يوې کورنۍ څلور کسان وژلي دي.

د چپرهار ولسوالۍ يوه مسؤول د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې ګډو عسکرو د دغې ولسوالۍ په سلوزو سیمه کې د سردار په نوم يو ولسي سړی، د هغه ځوان زوی او دوه واړه ورېرونه وژلي دي.

د چپرهار دغه چارواکي ويلي، چې سردار او هغه د کورنۍ هېڅ غړي له طالبانو سره اړيکه نه درلوده، بلکې نوموړي په سيمه کې د ماين پاکۍ په يوې موسسې کې کار کاو او د ناسمو استخباراتي معلوماتو پر اساس تېره شپه امريکايي او دولتي عسکرو د هغه پر کور چاپه وهلې، سردار، د هغه ځوان زوی او دوه ورېرونه يې ورته وژلي دي.

ځايي سرچينو هم وژل شوي کسان ملکي وګړي بللي، د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x